افغانستان

فاریاب او غور کې دوه غبرګو ولسوالیو سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): د فارياب امنيتي مسئولين او د غور ولايتي چارواکي وايي، چې د وسله والو طالبانو په لاس د فارياب کوهستان او د غور تيوره ولسواليو سقوط کړی دی.

د فارياب د پوليسو وياند عبدالکريم يورش رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه سلګونه طالبانو د يادې ولسوالۍ په ودانۍ، امنيه قوماندانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه وکړل، چې د څو ساعته جګړې وروسته يې يادې ټولې سيمې له دولتي ځواکونو ونيولې.

نوموړی وايي، ټولو امنیتي ځواکونو د يادې ولسوالۍ خيراباد سيمه کې ميشتې پوځي قرارګاه ته شاتګ کړی دی.

د هغه په وينا، په دغه جګړه کې يواځې څلور تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوراحمد په نوم يو پوليس رسنيو ته ويلي، چې په ولسوالۍ کې په زياته اندازه وسلې، مهمات او پوځي توکي پاتې شوي، چې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

هغه زياته کړې، چې دمګړۍ ۵۰ تنه کمانډو عسکر، ۱۵ پوليس او له سلو زيات محلي پوليس د طالبانو ترکلکۍ کلابندۍ لاندې دي.

وسله والو طالبانو په يادې ولسوالۍ د بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی او نن ټکی اسيا ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د کوهستان ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قوماندانۍ او شاوخوا ټولې امنيتي پوستې يې نيولي دي.

طالبان وايي، په دغه جګړه کې يې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې خو په اړه يې کره معلومات نه دي ورکړي.

دغه راز طالبان ويلي، چې په ولسوالۍ کې درنې او سپکې وسلې، په زياته اندازه مرمۍ او مهمات هم د دوی لاس ته غورځېدلي دي.

ذبيح الله مجاهد وايي، په دې نښته کې يواځې د دوی درې تنه ملګري ټپيان شوي دي.

بل پلو د غور ولايتي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د تيوره ولسوالۍ مرکز هم نيولی دی.

د غور والي محمد ناصر خاضع د يادې ولسوالۍ سقوط تائيدوي او وايي، چې د دغه ولايت د امنيتي وضعيت د قابو کولو لپاره يې غونډه رابللې او په دې اړه به جدي اقدامات وکړي.

باوري سرچينو وايي، چې د يادې ولسوالۍ ډیری امنيتي پوستو سقوط کړی او اوس هم جګړه روانه ده.

د سرچينو په وينا، د تيوره ولسوالۍ په جګړه کې شاوخوا پنځلس امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات لا نه دي ورکړل شوي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په تيوره ولسوالۍ کې د دوی ځواکونو له دولتي عسکرو سره درنه جګړه کړې او په خبره يې چې په دغه نښتو کې ۲۸ دولتي سرتيري وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، تر دې دمه يې درې پوستې او په زياته اندازه وسلې او پوځي توکي نيولي او جګړه لا هم روانه ده.

که څه هم امنیتي مسئولين طالبانو ته د درندو تلفاتو د وراړولو ادعا کوي، خو طالبان وايي په ياده جګړه کې د دوی يو تن طالب وژل شوی او يو بل ټپي دی.

په داسې حال کې چې تېره اونۍ دولتي او امریکايي ځواکونو د هلمند ناوې ولسوالۍ له طالبانو ونیوله، د هیواد په نورو ولایتونو کې یې په پرلپسې ډول ګڼې ولسوالۍ له لاسه ورکړې.

په تېرو درې ورځو کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې څلورو ولسوالیو د طالبانو په لاس سقوط کړی. د جمعې په ورځ د بغلان د ګذرګانور ولسوالۍ او د شنبې په ورځ د فراه پشت کوه ولسوالۍ سقوط کړی و او نن د فاریاب کوهستان او د غور تیوره ولسوالۍ د دولت له واکه وتلي او طالبانو لاس ته لوېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

ماشاالله ډیر عالی الله دی د دی سپیڅلی کاروان مل شی او دا اشغالګر او غلامان دی د همدی سپیڅلو مجاهدینو په لاس هلاک او تباه کړی.

Zadran

عبدالولی صاحب .په دا پاسنی لیکل شوی راپورت کی څه نه څه غواړ ډیر ښکاری.زما خو باور نه کیږی چه طالیبانو څلور ولسوالی نیولی او یوازی دری تنه ملګری یی زخمی شوی دی.او په انبارونو وسایل یی نیولی وی.متل دی .درواغ وایه.په شرعه یی روغ وایه.

نا پيژاند

نيواليودماشاالله

بهرام

لمړی دغه خبر د دوه زړه اولس کال جولای کی لیکل شوی کیدی شی ولسوالی یو بل لاس ته اوړی ، هو کله چه یی مجاهدین ونیسی که یی ساتلی نه شی د هغه ولسوالیو وسلی او مهمات سمدلاسه له ځانه سره وړی چه په نورو جنګو کی تری استفاده کوی ، یعنی د کابل غلامانو ته چه امریکا کومه وسله او مهمات ورکړی په شعودی یا غیر شعوری ډول یی طالبانو ( ازادی خواهانو ) ته ورکوی او لا الله ج غواړی چه د دشمن په لاس مجاهدین پیاوړی کړی که نه د هغوی د پاره به ډیره سخته… نور لوستل »

غفران

ځدران صاحب . هغه پخوانی خبرونه پریدږده وایی طالبانو د کوهستان په نامه بله ولسوالی به بدخشان کی نن سهار د پاکستانی ملیشو په ټوپکو د کابل د روزل شوو قوماندو له لاسه وویستله چه د امریکا او ناتو له خوا یی ملاتړ کیږی ټانکونه ، الوتکی او نور خطرناک نظامی مهمات او بی شمیره لوژیستیکی او استخباراتی شپکی لری بی شمیره دالر هم شیندی . زه نه پوهیږم چه له دغو بیچاره ناپوهو او غریبو عسکرو او پولیسو څخه د کابل لوی خیټی غلا کوی مرمی او وسلی یی پلوری مرمی نه ورکوی حتی بیچاره له لوږی او سړو… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x