نړۍ

امريکا خپل ۵۸۸ عسکر له دندو لرې کړي

د امريکا يوې پوځي محکمې ۵۸۸ امريکايي پوځيان د جنسي تېريو او له ټيټ روتبه عسکرو د جنسي ګټې اخيستو له امله له دندو ګوښه کړي دي.
بل پلو ۵۸ امريکايي عسکر د يو شمېر نورو درنو جرمونو له امله له دندو لرې کړای شوي دي.

د يادونې وړ ده چې امريکايي پوځ کې د جنسي بې لاريو او د پوځ پر ښځينه عسکر جنسي تيري خبرونه د رسنيو برخه ګرځيدلې او تر اوسه په سلګونو عسکر د همدې بې لارۍ له امله له دندو ګوښه شوي دي.
د امريکا د دفاع وزير چک هيګل څه موده وړاندې ويلي وه چې، دی د امريکايي پوځ د جنسي بې لاريو له امله ډېر انديښمن دی او غواړی داسې يوه کړنلاره جوړه کړي چې پوځ کې د جنسي تيري او استحصال مخه ونيول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close