افغانستان

غور: د جمعیت لوړپوړی قومندان د طالبانو په محاصره کې راګير دی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): د ولسي جرګې وکیل «ډاکټر ابراهیم ملکزاده» چې له کابله غور ولایت ته د جګړې لپاره تللی و، د طالبانو په محاصره کې ګیر دی.

ښاغلی ملکزاده د جمعیت اسلامي ګوند لوړپوړی قومندان او د دغه ګوند د رهبري شوری عضویت هم لري.

نوموړی غور ولایت ته د دې لپاره تللی چې د دولتي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو په وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې عملي ونډه واخلي.

خو یاد ولایت ته د ښاغلي ملکزاده له ورتګ وروسته د تیورې ولسوالۍ سقوط وکړ او په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ولوېده.

نوموړي ته نږدي سرچینو تایید کړې چې د ولسوالۍ پر سقوط ښاغلی ملکزاده هم له خپلو ټولو جنګیالیو سره د طالبانو په محاصره کې راګیر دی.

د ښاغلي ملکزاده پلويانو په ټولنیزو شبکو کې په دولتي چارواکو غږ کړی چې نوموړی وژغوري او په وینا یې که بیړنۍ مرسته ورونه رسیږي «انساني فاجعه» به رامینځته شي.

طالبان په غور ولایت کې د تیورې ولسوالۍ د سقوط او دولتي ځواکونو ته د درنو تلفاتو اړولو خبر ورکوي خو د یاد کلابند قومندان په اړه یې لا هم څرګندونې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Basetkhan

دهغوتلیفونان خداسته چې کاروکړي خوتاسوبایددادبی بی سی چمونه پريږدی کڼوته غوږونه مه وراږدئ

کاروان

باست خانه ،
په خبر مو پوه نشوم ، چه مطلب مو ځه وه.
که يو ځه ئي واضح کړی ، مهرنی به مو وی.
په درناوی. کاروان

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x