مجاهد: د شهرک ولسوالۍ ۲ زره کورنیو د ګډحکومت پر ضد د «جهاد» اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ ۳ لوي کلي چې شاوخوا ۲ زره کورنۍ په کښي میشتي دي، له دوی سره یو ځای شوي دي او د ګډحکومت پر ضد یې د «جهاد» اعلان کړی دی.

باید وویل شي چې نن طالبانو د شهرک ولسوالۍ په ګاونډ کې د تیوره ولسوالۍ په بشپړه توګه ونیوله.

مجاهد زیاته کړه چې د شهرک ولسوالۍ د ۳ کلیو (قریه کمنج، قریه سلاح او قریه دره قوک) ولسي خلکو د خپل مشر حاجي محسن په ګډون د دوی لیکو ته جلب شول او د دولت پر ضد یې د جهاد اعلان وکړ.

نوموړي وویل چې حاجي محسن د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر ضد جنګیدلی جهادي قومندان دی خو د رسانو له ماتې وروسته پر کور ناست وو.

مجاهد وايي چې د حاجي محسن په مشري تازه دمه ځواکونه له ځانه سره زر میله کلاشنکوفونه، ۳۰ میله پيکا، ۱۵ قبضې راکټ لانچر او خورا زیات نور مهمات لري.

په دې اړه تر اوسه دولتي سرچینو څه نه دي ویلي.

باید وویل شي چې تېره اونۍ دولتي او امریکايي ځواکونو د هلمند ناوه ولسوالۍ له طالبانو ونیوله، خو طالبانو د هیواد په نورو ولایتونو کې په پرلپسې ډول ګڼې ولسوالۍ ونیولې او ځیني ولسوالۍ یې نوري سقط ته نیژدې کړي دي.

په تېرو درې ورځو کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې څلورو ولسوالیو د طالبانو په لاس سقوط کړی. د جمعې په ورځ د بغلان د ګذرګانور ولسوالۍ او د شنبې په ورځ د فراه پشت کوه ولسوالۍ سقوط کړی و او نن د فاریاب کوهستان او د غور تیوره ولسوالۍ د دولت له واکه وتلي او طالبانو لاس ته لوېدلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کاروان
میلمه
کاروان

کوم ملت دغنی شاته دريژی: ناصری، قهرمان او داسی نور خرځ شوی خو بيا په تلويزيون کي په ډيره سپينسترګی د غلام غنی د پاره تبليغات کوی، چه ګويا ملت هغه واک ته رسولیي او ملت ئی تر شاه ولاړ دي. اول خو غنی جان د امريکا د سفارت له خوا قدرت ته ورسيده او دوهم کوم ملت، ايا هغه ملت ئی شاته ولاړ دي، کوم چه دغنی په امر او د هغه د بي رحمه جنرالانو ( مراد علی، رازق، قهرمان، عطانور، دوستم او داسي نور) له خوا قتل ، زنداي، بی کوره او تر تاقيب لاندي دی. دملت… نور لوستل »