افغانستان

اشرف غني: تیار اوسئ، سوله او امنیت را روان دی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): ولسمشر اشرف غني نن د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د وینا پر مهال ګډونوالو ته وویل چې ځانونه اماده کړئ، سوله او امنیت هیواد ته را روان دی.

نوموړی دغه خبري پر داسي مهال کوي چې حکومت یې د امریکا تازه دمه اضافي ځواکونو ته په انتظار دي تر څو د جګړو په ساحو کې د طالبانو پر ضد وجنګیږي.

باید وویل شي چې نن طالبانو په غور او فاریاب ولایتونو کې دوه ولسوالۍ ونیولې، او تېره ورځ یې په بغلان ولایت کې هم یوه ولسوالۍ نیولې وه.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې دولتي ځواکونو او په ځانګړې ډول محلي پولیسو ته د هیواد په مختلفو برخو کې تلفات تر اندازې زیات شوي دي چې د کتونکو په وینا د مرکزي حکومت د نه پاملرنې له وجې هره ورځ په لسګونو پولیس او اربکیان وژل کیږي، خو ګډحکومت تر اوسه هم په خپل منځي سیاسي شخړو او ایتلافونو سره ویشل شوی دی او هیڅ داسي ښکاره وجه نشته چې د حکومت مشران دي پر یوه فکر بیا سره را ټول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد مصطفي

غني گنجي نن لكه خپل دوا پوش سره خورلي دي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x