نظــر

امریکا پلوه لیکوالانو ته!

سړی هغه وخت حیران شي چې هرې رسنۍ ته سر ورښکاره کړي، نو فکر کوي چې دا هم د امریکایي ویاندویانو د فعالیت یو مرکز دی، کله چې مونږ په ویباڼو، راډیوګانو، مجلو او اخبارونو کې دا دومره ډېر اجیر لیکوالان او خبریالان وګورو نو هغه وخت موږ ته د استاد محمد یاسر هغه وینا راپه یاد شي چې : روسانو زمونږ خلکو په شهادتونو او اسارتونو سره کم کړلخو امریکایانو دلته خپل نسل وزېږاوه ، نو د دې خبری مطلب دا راوځي چې امریکایانو دلته د خپل نسل د ډېرولو په برخه کې دوه کاره وکړل، یو خو یې له ځانه سره د امریکا او اروپا نه تیار ماشیني لیکوالان ، مبصرین او خبریالان را وارد کړل او بل یې دا کار وکړ چې کوم کسان یا له دوی مخکې په افغانستان کې تیار موجود

و او یا د یرغل سره سم افغانستان ته د ډالرو د حصول په نیت راغلل امریکایانو دوی هم یواځې پرې نښودل بلکی دوی ته یې لکه د رضاعي مور پالنه ورکړه او دا يې ورته په ذهن کې ورپیچکاري کړه چې تاسو خو اصلاً یتیمان واست، لاکن د امریکایانو شکر وباسۍ چې تاسو ته یې پخپلو غېږو کې ځای درکړ، و یې روزلۍ، دندی یې درته پیداکړی، د نوی امریکایې اسلام سره یې بلد کړۍ او دا دی اوس نو په ډالري معاشونو سپاره یاست!!

 

د امریکایانو په چوپړ بوخت دغه بې بریکه لیکوالان او څيړونکي پرته له دی چې د خپل دین او ولس کومه پروا ولري په یو مخ یې د امریکایانو په ملاتړ خپلو تبلیغاتو ته زور ورکړی دی.
دوی ملامت هم ندي ځکه چې دې دومره ډېرو ډالرو ته سیاف او کشاف ټینګ نشول نو نور به ورته د چا پلار ټینګ شي؟! دجالي رسنیو چې تل یې زمونږ ولس د خپل ډنډورچیانو پر مټ مستعمره ساتلی اوس یې نو دومره ډېره لیکوالان؟ او څیړونکي؟ پیدا کړي چې سپینی ماڼۍ ته نور د ویاند د ساتلو ضرورت ورپاتې ندی، بس هرهغه څه چې امریکایان یې وایې او غواړي یې هغه دلته د دې اجیرو لیکوالانو له خولی د پوره تشریح سره په پښتو او دري ژبو راوځي او ولس ته پری دوکه ورکول کېږي، مونږ دغه ایمان پلورونکو، بې وجدانه لیکوالانو او بې واکه خبریالانو ته چې نن یې د امریکایانو په ملاتړ تبلیغاتي کمپاینونه شروع کړي دي وایو چې : امریکایانو ماته خوړلی ده، پرمختللی ټیکنالوژي او تر سپږمو په تجهیزاتو سمبال پوځيان یې د جګړی له میدان نه تښتي نو تاسو ته نه ښایې چې د دې طاغوتي لښکرو حمایت او ملاتړ ته دوام ورکړئ، که د خپل دین نه درته شرم نه ودریږي نو خپل افغانیت او انساني فطرت نه خو بغاوت مه کوۍ، افغانان خو په نړی کې د ازادي غوښتونکو ولسونو په لومړی سر کې ځای لري دا هر څه د افغان مجاهد ولس د قربانیو ثمره ده ، تاسو په داسې حال کې چې پر ګران هېواد د صلیبي درنده ګانو د یرغل ملاتړ ته د وطن دوستۍ نوم ورکوۍ ښه يې پخپلو سترګو وینۍ چې دغه راغلو غیراهلي امریکایانواو حشر ګړو یې په تېرو دیارلسو کالو کې د افغان ولس هيڅ کوم درد دوا نکړ، نه یې دلته کوم د برېښنا ډیم جوړ کړ، نه یې کومه پرمختللی او په نړیوال سیسټم برابره فابریکه جوړه کړه، نه یې کوم داسې روغتون جوړ کړ چې افغانان پکې خپل مریضان تداوي کړی او بهر ته د خپلو مریضانو د وړلو له ستړو سفرونو بیغمه شي، نه یې عامو افغانانو ته د حلالی روزۍ د ګټلو زمینه برابره کړه او نه هم تری د داسې کوم مثبت اقدام تمه کېدای شي.
همدا اوس وګورۍ د افغانانو د غربت کچه مخ په لوړېدو ده، ګڼ شمېر افغانان په بهر کې په سختو کارونو او مزدوریو د یوې مړی ډوډی پیداکولو له لپاره خپل قمتي عمرونه خوري، او شمېر بیا د عسکرو، پولیسو، اربکیو او نورو امنیتي ارګانونو تر نامه لاندی امریکایانو د ځان لپاره روزلي او د ډال په څېر کار تری اخلي، هغه عمده پرمختګونه چې په ګران هېواد کې د امریکایانو په موجودیت کې ترسره شوي دادي : اداري فساد، نا امني، اېډز، سودي کاروبارو، د نصرانیت تبلیغاتي مرکزونه فعالیدل او د ارتداد فتنه، مخ په زوړ اقتصاد، د نرخونو پورته کېدل او… داچې تاسو اوس هم امریکایان خپل دوستان ګڼۍ او یا يې د ځان او وطن ژغورونکي ګڼۍ دا ستاسو اسلامي او ملي خیانت دی چې نتایج به یې ستاسو په زیان وي.
بې له شکه حق غالب او باطل محوه کېدونکی دی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x