افغانستان

د امریکایانو په بمبار کې وژل شویو عسکرو کورنۍ عدالت غواړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): وړمه ورځ امریکایانو په ګریشک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بمبار وکړ چې له امله یې د قومندانانو په ګډون په لسګونو پولیس او اربکیان ووژل شول.

دولتي اړخ تر اوسه یوازي د ۱۶ تنو عسکرو وژل کېدل منلي دي خو د طالبانو سرچینې وايي چې تر ۶۰ زیات عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یادو عسکرو کورنۍ تېره ورځ د ګډحکومت څخه وغوښتل چې ددوی د کورنیو د غړو پوښتنه دي وشي او ښکېلو اړخونو ته دي سزا ورکړل شي.

د یوه پولیس نیژدې قریب حاجي عبدالحي رسنیو ته وویل: د جمعې په ورځ سهار په ګریشک کې جګړه پیل شوه، تر ماسپښينه د بهرنیو ځواکونو د الوتکو درک نه وو، کله چې عسکرو د طالبانو څخه د «پارچاو» کلی بیرته ونیوی، بهرنیو ځواکونو پر کلي بمبار وکړ چې له امله یې یاده مرګ ژوبله واوښته. نوموړي ټینګار وکړ چې په دغه بمبار کې ښکېلو اړخونو ته دي سزا ورکړل شي.

د یوه بل پولیس قریب حاجي محمد جان وویل: « زمونږ د کورنۍ پنځه غړي ووژل شول، ټوله ښه پولیس وه، مونږ به خپله ولسوالي پریږدو کچیري ګډحکومت دغه پيښه په بې پریه توګه ونه څیړي».

د نور محمد په نامه یوه عسکر رسنیو ته وویل: «پولیس دلته په یوه کور کې را ټول شوي وه کله چې بمبار وشو، دوی ټوله ووژل شول».

د ګریشک یوه کليوال او عیني شاهد وویل: « زه پنځوس که شپیته میټره لیري وم، د بمبار وروسته ما د پولیسو چیغې واوریدی، دوی د کومک غوښتنه کوله، ما خپل ورور ته وویل چې راځه وګورو څه پېښه ده، کله چې مونږ ورسیدلو، لس تنه په اوبو کې وژل شوي پراته وه، مونږ له هغه ځایه را وایستل، هلته نور جسدونه هم شاوخوا پراته وه، ما د خپل پولیس ورور جسد را واخیست کوم چې دوه ټوټې شوی وو».

د هلمند امنیه قومندان عبدالغفار صافي د ۱۶ پولیسو وژنه تایید کړې او ویلي یي دي چې ټوله د جمعې د ورځي په بمباریو کې ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه برید په خطايي شوی ، امریکايي الوتکو ته غلط کوردینات ورکول شوي وه ځکه هغوی پر یاد ځای بمبار وکړ.
د کتونکو په باور د طالبانو او دولتي چارواکو د شمیرو تر منځ لوی تفاوت کیدای شي له دې وجي وي چې په دولتي ځواکونو کې ډیری ناثبت شوي وسلوال د محلي پولیسو او نورو نامسؤولو وسلوالو په نامه جنګیږي چې اکثره وخت تر وژل کېدو وروسته ملکیان بلل کیږي او بې پوښتنې کورنیو ته سپارل کیږي.

باید وویل شي چې ددې بمبار تر مخه هم امریکايي ځواکونو په روزګان او هلمند کې دولتي ځواکونه بمبار کړي دي، چې په اړه یې بهرنیو ځواکونو او ګډحکومت د پلټنو اعلانونه کړي دي خو وروسته د یادو څېړنو هیڅ درک نه دی لګېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x