
د کندز په بالاحصار توغندي وار شوي- جګړه روانه ده
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): وسله والو طالبانو د کندز ولايت په ډیرو سيمو بريدونه پيل کړي، ورسره همهاله پر بالاحصار د جګړې راپورونه هم ورکول کېږي.
د راپورونو له مخې پر بالاحصار د لګېدلو توغنديو په نتيجه کې دغلته ميشتو بهرنيو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبان وايي، د دوی ځواکونو سهار مهال د بالاحصار په ګډون د کندز ښار په شاوخوا “جرګذر، کټه خېلو، ترناب او باغ ميري” په سيمو کې د دولتي ځواکونو په پوستو او مرکزونو بریدونه پيل کړي، چې لا هم دوام لري.
د طالبانو په وينا، په يادو سيمو کې د دوی وسله والو ډیری عسکر او پوستې تر کلکۍ کلابندۍ لاندې نيولي او خان اباد ته تلونکې لاره يې د دولتي ځواکونو پر مخ تړلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نن سهار د خان اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوې پوځي چورلکې د ويشتلو دعوه هم وکړه او په وينا يې هوايي اډې ته په رسېدو نسکوره شوه.
بايد وويل شي، چې وړمه ورځ سلګونه وسله والو طالبانو د خان اباد ولسوالۍ پر ودانۍ او شاوخوا دفاعي پوستو بريدونه پيل کړل، چې تر دې مهاله يې ډیری پوستې او ځينې کلي له دولتي ځواکونو نيولي دي.
ويل کېږي، اوسمهال د دغه ولسوالۍ په بازار کې د دواړو غاړو تر منځ جګړه روانه ده او طالبان د پرمختګ خبر ورکوي.
پرون ناوخته د کندز د ولايتي شورا ځينو غړو وويل، که دولت دغې ولسوالۍ ته پاملرنه ونکړي، ډېر ژر به د طالبانو په لاس سقوط وکړي.