افغانستان

ولسمشر: د دوه څخه تر ۵ ملیونه سیاحانو مخه جګړو نیولې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني نن د سیاحت په اړه یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې افغانستان کې که جګړې نه وای، نو هر کال به د ۲ ملیونه څخه بیا تر ۵ ملیونه سیاحان افغانستان ته راتلای او د افغانستان څخه به یې لیدنه کولای.

نوموړي وویل چې د نړۍ په سطحه سیاحت د اقتصادي مواردو څخه یو مهم مورد بلل کیږي چې نه یوازي اقتصاد پياوړی کوي بلکې ولسونه یو بل ته نیژدې کوي.

غني وویل چې د افغانستان د اقتصاد لپاره سیاحت حیاتي بڼه لري، ځکه چې په هیواد کې ډیرې داسي تاریخي او ښکلې سیمې شته چې سیاحت را جلبولای شي.

باید وویل شي چې اوس مهال د روانو جګړو او نا امنیو له امله د بهرنیو هیوادونو سیاحان افغانستان ته زړه نه ښه کوي او همداسي هغه بهرنیان چې په افغانستان کې اوسیږي، ټول یې په پوځي قرارګاو او په سختو امنیتي تدابیرو کې اوسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

مونږ پوهیږو چی اشرفک ګنجی د امریکایانو او صلیبیانو فاحشه کوم ډول سیاحت په افغانستان کښی غواړی چی عاید به یی دونی ډیر وی اشرفک ګنچی غواړی چی خدای مکړه افغانستان هم لکه د آرام سمندرګی او منڅنی آسیا د هیوادونو په شان د سیاحت تر عنوان لاندی د کفارو او صلیبیانو رسمی فاحشه خانه جوړه کړی. که څه هم چی په بامیانو او پنجشیر کښی د اشرفک دیی خوب او خیال تر یوه حده د عمل جامه هم اغوستی. اما په مکمل ډول او په ټول افغانستان کښی به یی دا خوب او خیال هیڅکله هم د عمل جامه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x