افغانستان

په دریو ترافیکي پيښو کې ۶۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): نن د یکشنبې په ورځ د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پيښې له امله ۱۴ تنه ووژل شول او ۲۶ نور ټپيان شول.

د بغلان د ترافیکي پيښو مشر څارن سهراب رسنیو ته وویل چې دغه پيښه نن غرمه هغه مهال را منځته شوه کله چې د مزارشریف څخه کابل ته پر لاره یو ۴۰۴ موټر له سړکه واوښت او چپه شو. او زیاته یې کړه چې ددې پيښې مرګ ژوبله تر دې هم زیاتیدای شي ځکه چې د ځینو ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

باید وویل شي چې تېره ورځ هم د همدې ولایت د پلخمري په ښار کې د سېلو پر لومړي سړک د ترافیکي پيښې له امله ۳ کسان ووژل شول او ۱۷ تنه نور ټپيان شول. په دغه پېښه کې دوه کرولا موټر او یوه لارۍ سره ټکر شوي وه.

دوه نورې خونړۍ پيښې تېره ورځ په فاریاب ولایت کې را منځته شوي وې چې له امله یې هلته هم یو کس مړ او ۶ نور ټپيان شوي وه.

لومړۍ پېښه د میمنې ښار په لودین واټ کې هغه مهال را منځته شوه کله چې یوه کرولا موټر د ولاړو موټرو او ریکشا سره وجنګېد چې له امله یې د دوه ماشومانو په ګډون ۵ کسان ټپیان شول.

په دویمه پېښه کې د پولیسو یو رینجر موټر او فیلډر تر منځ را منځته شوه چې له امله یې یو ۶۰ کلن سپين ږیری مړ او یو بل کس ټپي شو.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د سړکونو د خرابوالي تر څنګ د غیر مسلکي او غیر قانوني پر نشه بوختو موټر چلوونکو له امله هر کال په زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x