نړۍ

د پاکستان د ملي پارلمان په هستوګنځیو کې د شرابو او شبابو محفلونه دائریږي

د پاکستان ملي پارلمان غړي جمشید دستي وايي چې د ملي پارلمان په هستوګنځیو کې روزانه د شرابو او شبابو محفلونه دائریږي. دی وايي پارلمان هستوګنځیو  ته هر کال تر ۵۰ میلیونو پاکستانۍ کلدارو په قیمت شراب راوړل کیږي. نوموړی وايي چې د پارلمان د غړو د کوټو څخه همېشه د شرابو بوي راځي، جمشید دستي زیاتوي چې یواځې شراب نه؛ بلکې د ګډا لپاره ډمې هم پارلمان ته راوستل کیږي. دی وايي چې ددې هر څه ثبوت لري.

جشمید دستي د وینا پر مهال د غونډې مشرې د نوموړي مایک بند کړ او ورته يې وویل چې دداسې خبرو لپاره دې ددې دفتر ته ورشي.

جمشید دستي ادعا کوي چې د پارلمان د هستوګنځیو څخه میخانې جوړې شوي، تر نیمو شپو په کې ډمې ګډيږي، شراب و کباب په کافي اندازه راوړل کیږي، نوموړی وايي چې همېشه د کوټو څخه د چرسو او شرابو بوي راځي. دده په وینا د پارلمان د غړو طبي ټيسټ دې وشي.

جمشید دستي وايي چې د داسې غړو په خلاف دې قانوني کاروايي وشي، دی وايي چې ده سره د ټولو هغه غړو چې ډمې ګډوي، شراب او چرس راوړي ویدیويي ثبوت شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x