افغانستان

طالبان: جګړه زمونږ مجبوریت دی، انتخاب نه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): طالبانو پر خپل وېب پاڼه الاماره باندي په خپل اونیزه تبصره کې ویلي چې جګړه د دوی انتخاب نه ده، بلکې دوی ورته مجبوره شوي دی.

د طالبانو اونیزه چې ددغه ډلې سیاسي لیدلوری وړاندي کوي، زیاتوي چې امریکا له افغانانو څخه خپلواکي اخیستې او نه پریږدي چې افغانان د خپل عقیدې او فکر سره سم اسلامي نظام را منځته کړي.

طالبان وايي چې زمونږ مشرانو تل د سوله ییز حل وړاندیز کړی او په قطر کې يې د همدې لپاره سیاسي دفتر جوړ کړی تر څو د سولې لپاره تماسونه ونیسي خو امریکا او ملګري يې د افغانستان د شخړي حل په اضافي ځواکونو، بمباریو او شپنیو عملیاتو کې ویني چې په تیرو ۱۶ کلونو کې یې هیڅ پایله نه ده ورکړې.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبان یو ځل بیا د جګړې په میدان کې د پرمختګ په حال کې دي او په تیرو څلورو ورځو کې يې ۴ ولسوالۍ تر ولکې لاندي را وستلې دي او یو شمېر نورې ولسوالۍ يې سقوط ته نیژدې کړي دي.

طالبانو په داسي وخت کې چې جګړې په پوره زور کې دي، یو ځل بیا د سوله ییز حل وړاندیز کړی دی او ویلي يې دي: «که اسلامي امارت د سوله ییزې لارې خپل مشروع حقوق ترلاسه کړي، د یوې شیبې لپاره هم د جګړې د دوام غوښتونکۍ نه دی».

د طالبانو په اونیزه تبصره کې یو ځل بیا پر امریکایانو او ګډحکومت غږ شوی چې د سولې په وړاندي موانع دي لیري کړي او پر سوله ییز حل دي غور وکړي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې ولسمشر اشرف غني د کابل پروسې په نامه د سولې لپاره د جوړ شوي کانفرانس پر مهال طالبانو ته دعوت ورکړ چې د سولې له وروستي فرصت څخه دي استفاده وکړي کنه نړیوال به یې د «تروریستي ډلې» په توګه وپيژني.

د یادوني وړ ده چې د کابل پروسې یوه ورځ تر مخه د سولې عالي شورا لپاره هزاره مشر محمد کریم خلیلي وټاکل شو او ویل کیږي چې د نوموړي په مشري د سولې لپاره نوې تګلاره جوړه شوې چې لا اعلان شوې نه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x