افغانستان

ننګرهار: پر فاتحې د امریکایانو بمبار په لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): امریکايي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې پر یوې فاتحې بمبار کړی دی چې له امله یې د لومړنیو معلوماتو پر اساس ۸ ملکیان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د حوزوي روغتون مشر ډاکټر احسان الله شینواري رسنیو ته ویلي چې تر اوسه دوی ته ۷ ملکي ټپیان ور وړل شوي دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې نن له غرمې وروسته د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې پر یوې فاتحې او خیرات بمبار وشو چې له امله یې ګڼ شمېر کسان مړه او ټپيان شوي دي، او زیاته کړې چې د مړو کره شمېر تر اوسه نه دی معلوم، ځکه چې یو شمېر کسان لا تر خاورو لاندي دي چې دوی یې په را ایستلو بوخت دي.

د ننګرهار روغتون ته را وړل شوي یوه ټپي رسنیو ته ویلي چې د پيښې په ځای کې د حاجي امان په نوم د یوه قومي مشر خیرات او فاتحې مراسمو لپاره ولسي خلک را ټول شوي ول چې بمبار باندي وشو او له امله یې په لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله ورسیده.

بلخوا د هسکې مېنې ولسوال «سازولي شینواري» رسنیو ته وویل چې د فاتحې له ځایه پر دولتي ځواکونو ډزې وشوې، چې په ترڅ کې یې امریکایي ځواکونو بمبار وکړ او د ماشومانو په ګډون ۸ ملکي وګړي ووژل شول، یو شمېر نور ټپيان شول.

نوموړي وویل چې په دغه برید کې ۱۶ داعش وسلوال هم وژل شوي دي.

په کابل کې د بهرنیو ځواکونو غوڅ ملاتړ ماموریت منلې چې په ننګرهار کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ورته رسیدلي او زیاته کړې چې دوی یې په اړه پلټنې کوي او په اړه به یې معلومات وروسته خپاره کړي.

باید وویل شي چې د تیرې جمعې په ورځ امریکايي الوتکو د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالۍ کې هم پر دولتي ځواکونو بمبار وکړ چې له امله یې په لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x