افغانستان

طالبانو د هلمند د امنیه قوماندانۍ یو استخباراتي مامور وژلی او بل مرګونی ټپي کړی

نن ټکی آسیا: طالبانو د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ یو استخباراتي مامور وژلی او یو بل ژوبل کړی .
چارواکي او طالبان دواړه وايي، پېښه پرون بېګاه د لښکرګاه ښار د شاروالۍ چوک ته څېرمه رامنځته شوې.

ویل کېږي، چې وژل شوی استخباراتي مامور حمیدالله نومېده او له دې وړاندې د خانشین ولسوالۍ د ملي امنیت ادارې اړوند د استخباراتو مدیر و.
طالبانو د پېښي مسؤلیت پر غاړه اخیستی او ویلي يې دي چې د نوموړي یو ساتونکی چې هغه هم د استخباراتو مامور و، په برید کې وژل شوی.
خو د امنیه قوماندانۍ د اطلاعاتو مدیر سمونوال عبدالاحد چوپان وايي برید کې یوازې حمیدالله وژل شوی او ساتونکی یې مرګونی ټپي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x