نظــر

تو نشان عزم عالي شان «ارض پاکستان»

بخت الرحمن شرافت

تو نشان عزم عالي شان ( ارض پاکستان) دپاکستان د ملي ترانې یوه (مسرۍ) ده، تیره ورځ چا راته وویل چې دافغانستان یو شمیر ماشومان هره ورځ سهار وختي خپلو ښونځیو کې په ډلیزي توګه دغه ترانه زمزمه کوي.

وایې غني بابایې یې تر مارګلې پوري د درستي پښتونخوا دعوه لري خو دغه ماشومان بیا هر سهار ۲۵ کیلومټره له افغانستان څخه دننه د پاکستان او افغانستان ترمنځ پرتې ګډې پولې په لور سفر کوي، څرنګه چې له پولې څخه واوړي سمدستي ( تو نشان عزم عالي شان…… ارض پاکستان) ترانه زمزمه کوي او بیا عینا د ډیورنډ په کرښه باندي دپاکستان ملي بیرغ ته د تعظیم او درناوي سر ټیټوي.

دې ټکي ته مو باید پام وي چې دا هغه هلکان نه دي کوم چې کورونه یې دپولي هغي غاړې ته پراته دي او دپاکستان له لوري اړ ایستل کیږي تر څو هر سهار «تو نشان عزم عالي شان – ارض پاکستان» ترانه ووایې، بلکې ددغو ماشومانو کورونه له پولې څخه ۲۵ کیلومټره لري افغانستان خواته پراته دې، د افغانستان دحکومت له لوري مجبوره کړل شوي تر څو هر سهار هلته ولاړ شي او دپاکستان ملي بیرغ ته دتعظیم سر ټیټ کړي.

رښتیا درته وایم کله چې مي دغه خبر واریدی ډير تعجب مي وکړ حیران پاتي شوم چې دا به دهیواد کوم ولایت کې کومه سیمه وې، چې ماشومان یې هر سهار له پولې څخه اوړي او هلته دپاکستان ملي ترانه زمزمه کوي او ددغه هیواد ملي بیرغ ته د درناوي سر کښته کوي، له یو ګړي سوچ او فکر کولو څخه وروسته راته خیال کې راغلو چې ( یاره رښتیا)‎ څو ورځي وړاندي دافغانستان حکومت دپاکستان له حکومت سره یو ځای پوله باندي ګډ عملیات پیل کړي وه‎.

کیدای سي حکومت اوس د ښوونې وزارت ته امر کړې وي، چې زمونږ او دپاکستان حکومت ډير څه سره شریک دي، او ډيرو شیانو کي سره مشورې کوو‎، دواړه له یوه ځای څخه سرچینه اخلو او له یوه دستر خوان څخه یې خورو، ځواکونو مو پوله باندي ددوي په اصطلاح دترهګرو په وړاندي ګډ عملیات پیل کړي، دواړه دخپل ګډ دښمن (طالب) په وړاندي چې دپاکستان دڅارګرې ادارې (آی ایس آي) لخوا مرسته ورسره کیږي جګړه په وړاندي بیایي، زمونږ استخبارات له پاکستاني استخباراتو سره دطالبانو دکړنو او پټن ځایونو په اړه مالومات هم سره تبادله کوي، مونږ هم له زندانونو څخه دطالبانو جسدونه کورونه ته لیږلي همدارنګه دوي هم دغه کار کې پاته نه دي راغلي دطالبانو دمشران یې تر وهلو لاندي وژلي.

تاسو هم مهرباني وکړۍ، دپښتو او فارسي په څنګ کې ماشومانو باندي اردو ترانه هم زمزمه کوئ، د پاکستان دښوونې وزارت له لوري تائد شوی نصاب ورته وایاست، ترڅو هیواد وال پوه سي چې مونږ او دپاکستان حکومت څومره مشترکات سره لرو، څومره ډیر یو او بل ته نزدې یو، هر سهار څو تنه زدکونکې د پولي هغې غاړې ته دپاکستان دملي تراني دزمزمه کولو او ددغه هیواد وملي بیرغ ته در ناوۍ او تعظیم په پار سرټیټولو لپاره لیږئ تر څو دنورو مشترکاتو ترڅنګ مو د پوهنې او روزني بهیر هم یوالی ومومي او ددغه هیواد له علمي پرمختګ څخه ګټه واخلو.

که څه هم وړاندي څه ډیري داسي نښي نښانې او علائمي چې هیواد والو ته زمونږ او د دپاکستان دحکومت نزدي والی وښیې، زمونږ دښمن هم طالب دئ او ددوي دښمن هم طالب دئ، مونږ طالبان نیسو زندانونو ته یې اچوو، دوي هم همدغه کار په مخه اخستی، کوم طالب چې مونږ نیولی هغه به هرو مرو څو کاله له دوي سره زندانونو کي پاته سوی وي او کوم طالب چې دوي نیولی له پوښتنو درويږنو څخه وروسته به ورته مالومه شوي وي، چې دغه طالب زمونږ له لوري هم یو وخت کې زندانې شوی.

مونږ هم له امریکایانو څخه په حکومتي چارو کي لارښوونې او هدایات اخلو دوي هم دامریکایانو په اشاره کارونه مخ ته بیايې.

مونږ ته هم روز مزد د امریکایانو لخوا راکول کیږي ددوي حکومتي چارواکې هم تر ډیري کچې دامریکایانو جیبونوته ګوري.

دولتي شتمنۍ په لوټولوکې هم ډير سره ورته والی لرو، له باچا تر عبدالله زمونږ ټولو حکومتي چارواکو حکومتي بودیجه لوټ او تالان کړه، ددوي ایوانونو کي هم دحکومتي بودیجې دلوټولو پرسر حکومت او عدالت، اقتدار او انتظار سره ښکر په ښکر دي.

دغه ورته والی او مشترکات وه چې دې ته یې اړ ایستوښوونځیو کې ماشومانو باندي دپاکستان ملي ترانه ویل لازمي کړو، ترڅو دښوونځیو واړه زدکونکي هم پوه شي چې مونږ دافغانستان او پاکستان حکومت یو له بل سره څومره نزدې او ګډي موخي لري.

اوس به راشو د موضوع اصلي اړخ ته:

نن سهار دپاکستان یوې معتبري انګریزي ورځپاڼي (ډان نیوز) خبر خپور کړی وه، خبرکې لیکل شوي چې دافغانستان او پاکستان پر پوله باندي ډیرو سیمو کې ډيری افغاني ماشومان پاکستاني ښوونځیو کي درسونه وایې، حتی داسي ماشومان هم شته ۲۵ کیلومټره لري د افغانستان له خاوري څخه هره ورځ د پولي دې غاړې ته د پوهنې او ښوونې لپاره راځي.

نو ما ول شاباش غني با با افرین عبدالله کاکا تاسو خو تر مارګلې پوري دعوه په مخه را اخیستې، خو بچیان مو بیا دکابل په دروازو کې درته د (تونشان عزم عالي شان(ارض پاکستان) ترانه زمزمه کوي

(ډان ورځپاڼې) لیکلي چې افغاني ماشومان افغانستان کې دننه له ۲۵ کیلومټره لري پرتو سیمو څخه د پولې دې خواته راځي، د ورځپاڼې له خبر څخه څرګندیږي چې دافغانستان حکومت له پاکستان سره پرپوله باندي تر ۵۰ کیلومټرو پوري هیڅ ښوونځۍ نه ده جوړه کړه، یا په بل تعبیر له ګډي پولې څخه افغانستان کې دننه تر ۵۰ کیلومټرو پوري دافغانستان حکومت د ولس دبچیانو لپاره د ښوونې او روزنې په ډګر کې هیڅ کار نه دئ کړی اونه یې هم ورته کله پام لرنه کړې.

ځکه کچیري په دغه ساحه کې کومه ښوونځۍ موجوده وای بیا به افغاني بچیانو ۲۵ کیلومټره هغي غاړې ته سفر نه کاوو، بلکې افغانستان کې دننه به یې چیري ۲۵ کیلومټره لري ښوونځۍ ته ځانونه رسولی، دلته به یې ښوونه هم په خپله مورنۍ ژبه وای، ترانه به یې هم خپله ویلی، پر پوله باندي دتګ او راتګ له خنډونو سره به هم نه مخامخ کیدلی.

مونږ او تاسو شاهدان یو چې له تیرو دوو کلونو راپدیخوا د افغانانو لپاره پوله باندي تګ اوراتګ ډير ستونځمن شوی دئ، د ډان ورځپاڼي له لوري خپاره شوي راپورکې د افغاني ماشومانو په اړه لیکل شوي چې دغه ماشومان له تیرو شپږو میاشتو څخه پر پوله باندي د مشکلاتو له امله له ښوونې څخه بې برخې پاته وه، اوس ورته دپاکستان دحکومت له لوري د (بارډر پاس) په نوم شناخت پاڼې جوړي شوې چې ددغو پاڼو په درلودلو سره افغاني زدکونکي کولای شي په اساني سره پر پوله باندي تګ او راتګ وکړي.

که څه هم پاکستان به ضرور خپلي موخي لري خو داچې پر پوله باندي یې زمونږ دهیواد دبچیانو لپاره د پوهنې اسانتیاوي برابري کړې مونږ یې کور ودانی وایو، او داچې زمونږ دهیواد بچې هره ورځ له پولې څخه دپاکستان په لور اوړي وجه یې دهیواد داوسني حکومت ناکام سیاست لاسپوڅي ستراتیژي، له ولس سره د چارواکو دښمني او دغه هیواد کې د استعمار موجودیت په ګوته کوي.

ولسه!!! د ښاغلي محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په تشو دعوو دروغجنو حماسي شعارونو باندي ونه غولیږۍ، داخو ډیره لري خبره ده چې د اشرف غني او دعبدالله ګډ حکومت به له پاکستان سره کوم نړیوال فورم باندي د ډیورنډ مسئله راپورته کوي، او بیا به د هیواد پیغلي (مسرۍ) وایې ( باچا به پرينږدم هندوستان ته دا خپل پیزوان دمارګلې پر کنډاو ږدمه)، که د عبدالله او اشرف غني حکومت پاته وه دحکومتي چارواکو له لوري دا ډول بې دریغه لوټ مار روان وه، دهیواد د ښو او بدو ټیټو او ژورو، ځمکي او هوا واک مو له بهرنیانو سره وه، ډیورنډ خو لري خبره ده نزدې ده چې دغه بچي کوم چې( ۲۵ ) کیلومټره له افغانستان څخه دننه دښوونې لپاره دپولي هغي غاړې ته ځي، یو وخت کې ( ۲۵ ) کیلومټره له خپلو کورونو څخه نور افغانستان کې دننه غونډیو باندي دپاکستان ملي بیرغونو ته سرونه ټیټ کړي او دافغانستان د راتلونکو نسلونو لپاره دیوې بلي تل پاتي غمیزې بنسټ کیږدي.

مونږ به د ډیورنډ نومې بلا د وژلو په تمه ناست یو خو دا به راته بل ډیورنډ وزیږه وي او که حالات دا ډول روان وه دا ډیورنډ به بیا دکوم غربي انګریز او یا امریکایې جنرال په واسطه نه، بلکې خپله دغه ولس لخوا چې د اوسني لاسپوڅي دولت له لوري یې د انزوا او ورکیدو هڅي روانیدي رامنځ ته کیږي.

او داکومه لري او نا شوني خبره هم نه ده چې دغه هلکان دي یو وخت کي خپلو کورونو باندي پاکستاني بیرغونه ونه رپوي، ځکه دیوي منظمي دسیسې له مخې په اوسني افغانستان کي د پښتنو دلږوالي هڅي رواني دي، اشرف غني خو هسي افغانی نه دئ بلکې د افغاني په نوم او شکل امریکایې ټیکه دار دئ،کور بچیان او دارایې یې امریکا کې ده امریکایانو سیمه کې د خپلو موخو او ګټو لپاره ښاغلی غني د مسافر په توګه له غرب څخه په کرایه را وستلی او دافغان په نوم یې ولس ورباندي تیر ایستلی.

او عبدالله بیا له خدایه غواړي چې په څه ډول پښتانه افغانستان کې په لږکیو بدل کړي، زما بشپړ یقین دئ که نن هم پاکستان دټول ننګرهار دعوه وکړي، عبدالله به یې ورسره سمدستي تائد کړي تر څو په ارامه دکابل تخت او بخت دهیش لپاره دځان کړي.

دا فغانستان حکومت له نړیوال استعمار سره په ګډه غواړي دسویلي افغانستان خلګ له پوهي څخه بي برخې کړي، داچي له پاکستان سره پر (۲۵۰۰ ) دوه زره پنځه سوه کیلومټره پوله باندي افغانستان کې دننه د هیواد دبچیانو لپاره دښوونځي کوم اثر نه لیدل کیږي، بچیان مو دپوهي دتندې دماتولو په پار لسګونه کیلومټره پیاده سفر کوي او دپولې هغې غاړې ته د ( تونشان عزم عالي شان….. عرض پاکستان) شعارونو په زمزمه کولو سره دپوهي تنده ماتوي، په دې باندي حکومت، دولتي چارواکي او دپوهنې وزارت کې ناست ښاغلي ټول خبردي.

داسي نه ده چې دولت دغو سیموکې ښوونځۍ نشي جوړه ولی، ددې خطې بچیانو ته دپوهنې فرصتونه نشي برابره ولی، بلکې هرڅه کولای شي، ځکه مونږ وینو چې همدغو چارواکو دافغانستان پلازمینه کابل کې هره کوڅه کې دوې درې ښونځۍ جوړي کړې دي، ددغه ښار دبچیانو لپاره یې د ښوونې او روزنې ټولو اړخونو ته پاملرنه کړې، ولي چې دلته ټول ددوي بچیان اوسیږي، دغه ښار کې ډيری ددوي دخیښ او خاله کورنۍ ابادي شوي دي او هغه باید په هر صورت پوهنه ترلاسه کړي ترڅو وروسته ددوي بادارانوته ښه چوپړ ووهي.

او دلته دپوهنې او روزنې تر پوښښ لاندي ددوي باداران هم په ډيره اساني سره خپلو موخو لپاره کارکولی شي، ددغه ښار له خلګو سره په اساني اړیکي جوړولی سي.

هغه سیمي چې همیشه ورڅخه دهیواد د ازادۍ او خپلواکي خوځښتونو سرچینه اخیستې هیڅکله به ورته څه ونکړي بلکې نور به یې د منزوي کیدو کوښښ وکړي، یرغلګرو ددغه هدف د ترلاسه کولو لپاره غني او عبدالله ډير مناسب کسان موندلي.

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x