افغانستان

مسلمیار غواړي د طالبانو خواخوږي تر عدلي تعقیب لاندي ونیول شي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار نن د ځوانانو پارلمان ته د وینا پر مهال وویل چې په نظام کې دننه د طالبانو خواخوږي باید تر تعقیب لاندي ونیول شي.

نوموړي وویل چې هغه کسان باید تر عدلي تعقیب لاندي ونیول شي چې په نظام کې دننه دي خو تبلیغات د طالبانو په ګټه کوي.

نوموړي وویل چې په نظام کې دننه ځیني کسان د طالبانو مشر او د هغه د زوی قرباني د ابراهیم او اسماعیل علیهم السلام د قربانۍ سره تشبیه کوي، دغه کسان باید ونیول شي او محکمو ته وسپارل شي. او زیاته یې کړه چې ګیله مي د هیواد د دیني عالمانو څخه کیږي، چې پر دغه موضوع غبرګون نه ښيي.

باید وویل شي چي مسلمیار په داسي وخت کې د طالبانو سره خواخوږي جرم بولي چې په هیواد کې د اساسي قانون له مخې هر وګړی حق لري چې په سوله ییزه توګه خپل نظر څرګند کړي، خو د بشري حقوقو او نړیوالو ټولنو د راپورونو سره سم په افغانستان کې ورځ تر بلې افغانان د خپل نظر د اظهارولو په وجه تهدیدیږي او په رسمي کچه یې پر ضد کلک غبرګون څرګندیږي چې له امله یې د غربي نړۍ په مرسته را منځته شوې ډیموکراسي بدنامیږی او سخت دریځي ته لاره هواریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

ذ اسراییلیار بی غیرته تنی ته وګوری چه د یهودو په ډالرو هغه واسکټ یی هم په تنګ کی تنګ شوی چه د ځان د باره یی مناسب او یا لوی جوړ کړی وو . دغه چاغوالی یی د ځو نورو عواملو یا علتو له مخی رامنځته شوی : لمړی : دوی د مظلوم اولس له څپیړو په دفترو ، کورونو او لیارو کی په شنه سترګو ساتی، شپه خو خیر دوی کورونو کی وی ( د دوی وار وی ) مګر د ورځی چه دوی په دفترو کی د هماغه یهودانو له خوا محاصره او ښکلی ښکلی میرمنی ،… نور لوستل »

pattang

نالت پر دې فاسد لویه ږیره یې پرې ئیښې لکه دشیطان د طالبانو پلویان تر تعقیب لاندې نیسي خو دخپلې ښځې
پرتوګ د cia په پیسو اخلي څوک چې دین ، هیواد ، غیرت او پښتو په دالرو خرڅوي او دحق او عدالت په لوري دیوالونه
جوړوي دهغه سر د وهلو دی .

نا پيژاند

دامریکہ پہ بمبارو چہ کلہ یء پہ پولیسو او اردو کوی اوکلہ پہ بے دفاع اولس کوی, دا دیوسان زکہ چپ دی چہ بیا دالر بندیگی ,دوی عملی نہ بلکہ عقیدوی ھم مرتد دی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x