
امریکا د افغانستان او پاکستان لپاره نوې استازې ټاکلې
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان لپاره نوې ځانګړې استازې ټاکلې ده.
د امریکا نوې ښځینه استازي «الیس ویلز» نومیږي او په اړه یې ویل شوي چې مخکې په بهرنیو چارو وزارت کې د منځني اسیا او سویلي اسیا د چارو مرستیال مسؤوله وه، خو اوس به دواړه دفترونه سمبالوي.
د الیس ویلز په اړه ویل شوي چې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې ۲۸ کاله تجربه لري، په اردن کې سفیره پاته شوې او همداسي يې په اسلام اباد، نیوډیلي، ماسکو، ریاض او دوشنبې کې د ډیپلوماټې په حیث دنده تر سره کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د تیرې میاشتې جون پر ۲۳مه په پاکستان او افغانستان کې د امریکا پخوانۍ سرپرستې استازې «لورال میلر» دنده پایته ورسېده او هغه وخت وویل شوه چې نور به ددغه دفتر چاري د بهرنیو چارو وزارت د منځني اسیا او سویلي اسیا څانګه پر مخ وړي چې له امله یې د رسنیو له لوري د امریکا پر نوې ادارې سخت انتقادونه وشول او وویل شول چې څرنګه امریکا له سیمې څخه په داسي وخت کې خپل سیاسي استازې باسي چې لا هم د اضافي ځواکونو پر لیږلو او نوي ستراتیژۍ پر جوړولو غور کوي.