افغانستان

طالبانو د بخش اباد بند د جوړېدو پروژه کې په همکارۍ ټینګار وکړ

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): طالبانو د فراه ولایت د بخش اباد بند پروژې په اړه یو ځل بیا خلکو ته ډاډ ورکړی چې په جوړولو کې یې هراړخیزه همکاري کوي او په وړاندې یې هیڅ امنیتي خنډ نه جوړوي.

په فراه ولایت کې د طالبانو مطبوعاتي مسئول مولوي سیف الله ویلي چې دغه بند یوه عام المنفعه پروژه ده او له ډیره وخته د ولس ارمان دی، چې په وینا یې طالبان یې د تطبیق په برخه کې هراړخیزه مرسته کوي.

افغان دولت تېر کال د دغه بند پروژه له یوې ایټالوي کمپنۍ سره لاسلیک کړه چې د جوړېدو چارې به یې پنځه کاله په بر کې ونیسي. د بخش اباد بند چې د یاد ولایت د فراه رود په سیند رغول کیږي، د بریښنا ظرفیت یې ۲۷ میګا واټه اټکل شوی. دغه راز نوموړی بند به د یو میلیارد او درې سوه میلیونو متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او ۶۸۰۰۰ هکټاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت هم ولري.

په فراه ولایت کې د طالبانو مطبوعاتي مسئول زیاتوي چې هغه ټوله سیمه چې د بخش اباد بند پروژه په کې عملي کیږي په بشپړ ډول د طالبانو تر ولکې لاندې ده او طالبان یې د امنیت په ټینګښت کې له هیڅ راز مرستې دریغ نه کوي.

د ښاغلي سیف الله په وینا اوس د بخش اباد بند د تطبیق عملي کار شروع شوی. نوموړي هغه اندیښنې رد کړي چې ګویا طالبان د دې پروژې مخه نیسي او زیاته کړې يې ده:

«ټول ولس ته اطمنان ورکوو چې طالبان د دې پروژې تطبیق ته ژمن دي او په هر قیمت به یې امنیت ساتي او د تطبیق په برخه کې به یې له هیڅ راز ملاتړ څخه ډډه ونه کړي».

یاد طالب چارواکي په هغو خلکو نیوکه وکړه چې له نوموړې پروژې څخه د طالبانو د بدنامۍ د ذریعې استفاده کوي او ولس ته اندیښنه وراچوي چې ګویا طالبان یې مخالفت کوي. هغه په ټینګار سره وویل چې د بخش اباد بند د پروژې ټوله سیمه په بشپړه توګه د طالبانو تر واک لاندې ده او طالبانو یې د تطبیق لپاره هر اړخیزه همکاري کړې او هیڅ امنیتي خنډ یې نه دی ایجاد کړی.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د هغو څرګندونو برعکس چې ګویا د ټولګټو پروژو مخالفت کوي، د دغو پروژو د ساتنې ډاډ ورکوي. تر دې وړاندې هم طالبانو په خپلو اعلامیو کې ویلي چې د ټولو ملي پروژو چې د هیواد او ولس په ګټه وي، نه دا چې ملاتړ کوي بلکې ساتنې ته یې هم ژمن دی.

د تېرې اپریل په میاشت کې د فراه والي عارف شاه جهان له شمشاد تلویزون سره د یو غیر متوقع اعتراف په ترڅ کې څرګنده کړې وه چې طالبان د بخش اباد بند له پروژې سره مخالفت نه لري.

طالبان په داسې حال کې د فراه ولایت د بخش اباد بند پروژې لپاره د هراړخیزې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکوي چې په دې ولایت کې يې د واک ساحه ورځ تر بلې پراخیږي. د فراه ولایت د ګلستان، بکوا، خاک سفید او بالابلوک ولسوالۍ د دولت له ګوتو وتلي او په بشپړه توګه د طالبانو تر واک لاندې دي او تېره ورځ یې د پشت کوه ولسوالۍ هم ونیوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x