افغانستان

فاریاب: کوهستان ولسوالۍ کې ۲۰۰ عسکر محاصره دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): د فاریاب ولایتي شوری استازي وايي چې په کوهستان ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰۰ امنیتي سرتیري او اربکیان د طالبانو په محاصره کې راګیر دي او له مرګوني برخلیک سره مخامخ دي.

یادې ولسوالۍ نن یکشنبه سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یوریش هم د ولسوالۍ سقوط مني او وايي چې تېره شپه سلګونو طالبانو په کوهستان ولسوالۍ برید وکړ چې په نتیجه کې امنیتي ځواکونه او اربکیان له ولسوالۍ څخه شاتګ ته اړ شول او دا مهال په یوې قرارګاه کې د طالبانو په محاصره کې راګیر دي.

د فاریاب ولایتي شوری په دولت غږ کړی چې ژر تر ژره الوتکي او هوايي ځواکونه راولیږي ترڅو کلابند عسکر د طالبانو له محاصرې څخه وژغوري. د یادې شوری غړي محمد سمیع پژواک اژانس ته ویره څرګنده کړې چې که دولت الوتکې، چورلکې او هوايي ځواکونه راونه لیږي او د هوا له لارې بیړنی اقدام ونه کړي نو ۲۰۰ کلابند امنیتي عسکر او اربکیان وژل شوي بویه.

خو د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ډاډ ورکوي چې الوتکې راروانې دي او عسکر باید صبر وکړي.

یادو کلابندو عسکرو د تلیفوني تماس په مټ رسنیو ته ویلي چې طالبانو د تسلیمۍ پیغام ورلیږلی او ورته ویلي یې دي چې که په ټاکلې موده کې تسلیم نه شي نو برید به پرې وکړي. خو دغه عسکر چې د دولت الوتکو او چورلکو ته په تمه دي تر اوسه یې تسلیمۍ ته غاړه نه ده ایښې.

د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي چې یوه هوايي قوه راروانه ده او اوس په لاره کې ده او ګواښ یې کړی چې که دا الوتکې راورسیږي نو طالبان به له یوې مخې پوپنا کړي. مګر دا یې نه دي ویلي چې د هوايي قوې په رارسېدو به نور څومره وخت ولګیږي.

تر دې وړاندې د هیواد په نورو ولایتونو کې د طالبانو په محاصره کې راګیرو عسکرو په دولتي چارواکو نیوکې کړي چې د الوتکو او هوايي قوې د ورلیږلو دروغژنې وعدې ورکوي او په لوی لاس یې د طالبانو خرپ ته برابروي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې زیاته کړې چې د کوهستان ولسوالۍ تر سقوط وروسته یو شمېر عسکر یوې نږدې قرارګاه ته تښتېدلي چې دوی یې هلته هم پسې تعقیبوي. خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x