هند د کرکټ نوې چېمپین جوړ شوې

India_players_celebrate_2011_ICC_World_Cup

د کرکټ د لسم نړيوال کپ فائنل ميچ کې د خالي په ورځ د هند ټیم د سري لنکا ټیم ته په شپږو وکټو ماتې ورکړې ده.

د هند ټیم د سري لنکا لخوا ورکړل شوې د 275 رنز هدف په 48.1 اورونو کې پوره کړو.

د هند لخوا گوتهم گمبیر 97 رنز او کپتان مهندر ایس دهونی 91  جوړ کړو او ناټ اوټ پاتې شو.

د سري لنکا ټیم د هند سهواگ او ټنډولکر ډیر زر اوټ کړو.

د هند په ممبۍ ښار کې سري لنکا سري لنکا ټیم د ټاس په گټلووروسته  د لمړي بيټنگ کولو فيصله وکړه او انډيا ته یې په مقررو 50ؤ اورونو کې د6ؤ وکټو په تاوان  د275ؤرنزو هدف ورکړو.

د سري لنکا لمړۍ وکټ په اووم اوور کې د17ؤ رنزو په مجموعي سکور پريوتو او لمړي بيټسمين اپل تهرنگا ددوؤ رنزو جوړولو وروستو دظهير خان په بال کيچ اوټ شو.

اوټ کيدونکى دوهم لوبغاړى دلشان ؤ چې د33ؤ رنزو په جوړولو دهربجن سنگهـ په بال بولډ شو.

کپتان سنگاکارا د48ؤ رنزو په جوړولو ديوراج په بال دکپتان دهوني په لاسو کيچ اوټ شو.

سمارا ويرا 21 رنز جوړ کړل او هغه هم يوراج ايل بي ډبليو اوټ کړو.

پينځم اوټ کيدونکى لوبغاړى کاپوگديرا ؤ چې دهغه وکټ ظهيرخان ترلاسه کړه.

دسري لنکا په ټيم کې څلور بدلونونه شوي وؤ، ميتيوز، مينډس، هيراته او چمارا ويرا پځايې پريرا، رانديو، کلاسيکرا او چمارا کاپوگيدر شامل کړل شوي وؤ او هند داشيش نهره پځايې سري سانته دفائنل ميچ لپاره ټيم کې شامل کړى ؤ.

په لمړي ځل دکرکټ ورلډ کپ تاريخ کې د فائنل ټيمونو کپتاني وکټ کيپران وکړه او په لمړي ځل داسې شوي دي چې ټاس دوه ځل ويشتل شوى.

په لمړي ځل دټاس ويشتو په وخت داواضحه نۀ شوه چې چا دسکې کوم اړخ اخستى ځکه نو بيا ټاس وويشتل شو چې سري لنکا وگټلو.

فائنل ميچ کې  دپاکستان عليم ډار او داسټريليا سائمن ټافل فيلډا دايمپائرز فرائض ترسره کړو.

ډېوه راډیو



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.