ورزش

د اسیايي جام سیالۍ: کیچونه میچونه ګټي، پاکستان لوبډلې افغانستان ته په ۷۶ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا: د اسیايي جام په سیالیو کې پاکستان لوبډلې افغان لوبډلې ته په ۷۶ منډو ماتې ورکړه.
د لوبې په پیل کې پچه افغانستان وګټله او اول يې توپ اچونه پیل کړه. پاکستان د لوبې په پيل کې ښه روان و، په ۵۵ منډو شرجیل خان د حمزه هوتک په بال وسوځېد. تر شرجیل وروسته محمد حفیظ د ۱۰ منډو په کولو سره وسوځېد.

دا مهال د پاکستان ۷۸ منډې وې. د پاکستان لوبډله وروسته له هغې تر سخت فشار لاندې راغله چې احمد شهزاد او مصباح الحق وسوځېدل. تر مصباح الحق وروسته شعیب مقصود او شاهد آپریدی هم ډیر ژر وسوځېدل. په ۱۱۷ منډو د پاکستان ۶ لوبغاړي وسوځېدل. دا مهال داسې ښکاریدله چې پاکستان به له ۱۷۰ او ۱۸۰ څخه منډې زیاتې نه کړي. خو عمراکمل او انور علي د پاکستان لوبډلې ته نوې روح ورکړ، انور علي تر ۱۷۷ پورې ولاړ و چې د میرویس اشرف پر بال وسوځېد. عمر اکمل لا خپلې لوبې ته دوام ورکاوه. عمرګل په ۱۵ منډو د دولت ځدران پر بال بولډ اوټ شو.
پاکستان په ورستیو ۲۲ بالونو ۴۸ منډې جوړې کړې چې د نوموړي لوبډلې په بریا کې يې رغنده رول ولوباوه.
د پاکستان له لورې عمراکمل تر ټولو ښه وځلېد، نوموړي د خپلې لوبډلې په بریا کې کليدي رول اداء کړ، نوموړي په ۸۹ بالونو ۱۰۲ منډې جوړې کړې. عمر اکمل یو ډیر اسانه کیچ سمیع الله شینواري وغورځولو او تر دې اړين چانس وروسته نوموړي د افغانستان د بالرانو لاره سمه کړه.
پاکستان په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته ۲۴۹ منډې هدف وټاکه.
افغانستان د لوبې پيل ډیر ښه و، لومړی لوبغاړی محمد شهزاد چې د لوبڅار يې ناسم اوټ ورکړ، په ۳۲ منډو وسوځېد.
تر شهزاد وروسته اصغرستانکزی لوبې ته راووت، نوموړي له اندازې زیات بالونه مِس کړل، په ۶۵ منډو د افغان لوبډلې ۲ لوبغاړی نورعلي ځدران چې په ټوله لوبډله کې يې ډيره ښه لوبه وکړه، وسوځېد. د افغان لوبډلې اصغرستانکزی په ۳۶ اور کې وسوځېد، نوموړي په ۹۱ بالونو یواځې ۴۰ منډې جوړې کړې. تر ستانکزي وروسته نوروز منګل هم ډير ژر رن اوټ شو. نبي ۱۵ منډې جوړې کړې، نجیب ځدراڼ ۱، سمیع الله شینواری ۱۴، میرویس اشرف ۴، دولت ځدران صفر، شاپور ځدران ۱ او حمزه هوتک صفر منډې جوړې کړې.
افغانستان لوبه د ۷۲ منډو پر توپیر وبایلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x