
کابل کې پر دوو کاسټرو موټربم بريد ۳۷ کسان وژلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۶): د کابل ښار دهبوري سيمې کې په دوو کاسټرونو موټربم برید شوی، چې له امله يې شاوخوا ۳۷ کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب دانش د چاودنې پخلی کړی، خو د وژل شوو د پېژندنې په اړه يې څه نه دي ويلي.
دانش وايي، په موټربم بريد کې ۲۴ کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
دا بريد د شپږمې امنيتي حوزې اړوند دهبوري سيمې ګولايي دواخانې سره شوی دی.
ویل کیږي چې هدف ګرځېدلي موټر د معادن وزارت د ملکي کارکوونکو وه.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبرپاڼې کې د بريد مسوولیت منلی دی.
مجاهد زیاته کړې، چې د منصوري عملياتو په لړ کې نن سهار اووه بجې دهبوري سيمې کې د ملي امنيت د چهل او نود ریاستونو د مستنطقينو پر دوو کاسټرونو د کرولا موټر په واسطه برید وشو، چې له امله يې ۳۷ استخباراتي چارواکي وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
د مجاهد په وينا په بريد کې دواړه کاسټر له منځه تللي دي.
طالبان وايي له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې د استخباراتي مامورينو دغه کاسټران په نښه وو، چې نن يې په له منځه وړو وتوانېدل.
ای د اشغالګرو غلا مانو ، ای هغوی چې خپل ناموس ، دین او هېواد په دالرو خرڅوي ! ای په کار نا پوهه غلو ! ای د فاشیزم دمفکورې غلا مانو ! تاسو څه فکر کوۍ ؟ غلا کوۍ حرام خورۍ فحشا کوۍ اولس مو په وږي نس وژنۍ ! تاسو نه پوهیږۍ چې طالب اوس دوه لارې لري او بل څه ندي ورته پاتې : یا به شهادت وی او یا به خبل ژوند به غلامی او اشغال کې تیره ول وی . نو زه درته وایم د طالب لاره دشهادت لاره ده او نه دغلامي او فحشا… نور لوستل »