افغانستان

حزب اسلامي په حکومت کې د ګډون پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۶): د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب اسلامي شورا پرېکړه کړې چې دوی به په ګډحکومت ورګډیږي او مرسته به ورسره کوي تر څو ګډحکومت خپل رسمي وخت پوره کړای شي.

باید وویل شي چې په ګډحکومت کې دننه د ژورو اختلافونو له امله داسي نه برېښي چې اوسنی حکومت دي د امریکایانو له ملاتړه پرته خپله کاري موده پوره کړای شي، خو د حکمتیار په مشري د حزب اسلامي اجرائیه شورا پرېکړه کړې چې دوی هم باید د ګډحکومت د بقا لپاره دغه نظام تقویه کړي.

د حزب اسلامي د فرهنګي کمیسون مشر قریب الرحمن سعید رسنیو ته وویل چې پرېکړه تېره شپه په اجرائیه شورا کې وشوه او زیاته یې کړه چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم په غونډه کې ګډون درلود.
نوموړي وویل چې په دې اړه یوه کمیسون ته دنده وسپارل شوه تر څو په حکومت کې د ګډون او مشارکت څرنګوالی وڅيړي او دا معلومه کړي چې دغه مشارکت به په کومه کچه وي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په ځلونو اعلان کړی وو چې دوی نه غواړي په اوسني حکومت کې ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمال

هو ، دا خو لمړی ځل نه دی چه سلامی حزب په دغه غلامه ، ناوړه ، فاسده او شړیدلی دوه سری اداره کی برخه اخلی ، حزب سلامی د نورو تش په نامه اخوانی ، کمونستی، نشنلستی او سکولریستی مافیه سره د اشغال له اوله د ارغنیدوال تر نامه لاندی یوځای شوی او د نورو مافیه وو په شان د غلامی پوره او غوښینه سهمیه ورکړی شوی ، صرف حکمتیار یی د ملی او اسلامی مقاومت د ځپلو د پاره د جهادی شعارو لاندی غرو ته سوق کړو. نوم یی ورله په مصنوعی تور لست ، غیرت بهیر یی… نور لوستل »

اقبال

راکتبار حکومتیار ااوس ایله به ایله د حکومت نیولو ارمان تر لاسه کړی . ماسته د هر چا خوښیږی مګر د پیشو پسی خڼی راوتلی . ــــ ځبیث ګلبدین اول د حفیط الله امین خبیث سره اړیکی نیولی وی ، مګر وخت ورسره یاری ونه کړه امین روسانو د جهنم میلمه کړو . ــــ بیا یی د نچیب سره اړیکی او ژمنی تازه کړی ، مګر بی غیرته له نجیبه وداریدلو د ، نجیب په خای یی د هغه د دفاع وزیر تهانی سره ناکامه کودتا کی برخه لرله مګر هغه هم ناکامه شوه . ــــ بیا یی د ګلیم… نور لوستل »

نا پيژاند

I don’t

سيد مصطفي

ان شاء الله اوس دغه فاسد دولت لمزه زي زكه چي راكتيار ورسره يوزاي كيژي نوموري هر چا سره چي جور سو دهغه جنازه يقيني شوي له تاريخي پلوه

محمد حکیم

راشئ له تعصب او ډلپلوي څخه تیرشو ! را ځی د افغانستا ن او افغانانو په ستونزو خبري وکړو ، حکمتیار او دنورو ټولو مبارزه ، تیروتنی به تاریخ ته پریږدو تاریخ یی لیکی او راتلونکو نسلونو ته پاته کیږي ، دا به هم ومنو چی روس او امریکا خو داسلام دښمنان دي هغه خو په هیڅ صورت نه غواړی چی زموږ هیواد د جوړ شی ځکه اصلا جګړه په اسلامی هیوادونو کی ددوی د لاینحل ستونزو له امله روانه ده ، چی دسون توکی یی مسلمانان دي ،پاکستان او ایران هم موږ نشي زغملای ، را ځی فکروکړو دروسانو… نور لوستل »

اقبال

حکیم جانه وروره ! کشکی تاسی اوسنی استثماری او استعماری هیوادونه وپیژنی ، ستا هیواد اشغال ، او په تایی خره غلامان لکه کرزی ، غنی و امثالهم چارواکی کړی ، هغوی یی بیلونران کړی چه څه یی خبله او څه یی په مظلوم اولس مسلط او په فساد کی تر سبمو ډوب دی ، ستا اردو ، پولیس ، اربکیان ، مردمی خوځښتونه او داسی نورو ته هماغه یهودان او صلبیان معاشونه ورکوی ، ایا د دغو ټولو په مقابل کی باید څوک وی چه ملی او اسلامی مقاومت وکړی که نه ؟ که ستا خواب نه وی ،… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x