
برتانوي پارلمان کې سبا د ښځو د نقاب ضد قرارداد وړاندې کيږي
سبا لندن کې د برتانوي پارلمان غونډه کې د ښځو د حجاب پر خلاف قانوني مسوده وړاندې کيږي.
برتانوي رسنيو خبر ورکړی چې سبا د جمعې په ورځ دبرتانيې پارلمان کې د کنزرټيو “محافه کارو” ګوند د مسلمانو ښځو د حجاب پر خلاف بېل د بحث لپاره وړاندې کوي, تر څو په برتانيه کې د ښځو پر حجاب بنديز ولګيږي.
بل پلو د جوماتونو او اسلامي مرکزونو مسؤولينو خپلو مسلمانو وکيلانو باندې ټينګار کړی چې سبا د دغه بل مخالفت وکړي.
د يادونې وړ ده چې د ۲۰۱۳ کال کې هم د حجاب پر خلاف يو قرارداد د برتانيې پارلمان ته وړاندې شوی و، ولې د مسلمانانو سربيره نامسلمو وکيلانو هم پرې سختې نيوکې کړې وې، چې بیا ونه منل شو.