افغانستان

حامد کرزي د طالب او امریکا په لاس د پولیسو وژنه وغندله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۶): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې د طالبانو او امریکایانو له لوري د پولیسو وژنه په کلکو ټکو غندلې ده او ویلي دي چې په افغانستان کې به امنیت هیڅکله په وژنو او بمباریو را نه شي او نه به کوم لوری خپل هدف ته له دغې لارې ورسیږي.

نوموړي په دوه بیلا بیلو خبرپاڼو کې د ګریشک او بدخشان پولیس وژنې ته په اشاره ویلي چې په کلکو ټکو یې غندي. خو د پولیسو او دولتي ځواکونو په لاس د طالبانو او ملکیانو د وژنې په اړه یې هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې وړ ده چې د تیرې جمعې په ورځ امریکایانو د هلمند په ګریشک ولسوالۍ کې بمبار وکړ چې له امله یې لږ تر لږه ۱۶ تنه پولیس د دوه قومندانانو په شمول ووژل او په لسګونو نور ټپیان شول.

د هغه تر مخه طالبانو د جګړې پر مهال د بدخشان ولایت په تګاب ولسوالۍ کې تر ۳۰ زیات پولیس ووژل.

په یوه بله خبرپاڼه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکايي ځواکونو هغه بمبار وغانده چې د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې یې د فاتحې پر مراسمو تر سره کړ چې له امله یې لږ تر لږه اوه ملکیان مړه او لس نور ټپیان شول.

او همداسي يې په کابل کې د نن ورځې چاودنه وغندله چې له امله یې شاوخوا ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښتله.

پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل چې په هیواد کې د افغانانو وژنه په کلکو ټکو غندم او هر هغه عمل چې د ملکیانو د وژنې سبب ګرځي، د ملکیانو کورونه تخریبوي او یا هم عام المنفعه تاسیساتو ته په کښي ضرر رسیږي، د ملي او بین المللي اصولو خلاف عمل دی چې د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان یې تر سره کوي.

حامد کرزي وویل چې د بهرنیانو د بمباریو خلاف زما همیشنی موقف او مخالفت له همدې امله وو چې ددغه بمباریو تاوان اکثره افغان ولس ته رسیږي او د جګړې لمن پراخوي چې له امله یې افغانان لا زیات قرباني کیږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د روانې ورانوونکې جګړې څخه د ژغورنې یوازینۍ لاره د افغانستان د خلکو ملي اقدام دی.

باید وویل شي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی تل د بهرنیو ځواکونو پر بمباریو او ولس وژنې موقف څرګندوي خو اوسنی ولسمشر یوازي د طالبانو له لوري را منځته شوي تلفات غندي خو د بهرنیو او کورنیو ځواکونو پر جرمونو باندي چوپه خوله نیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x