نړۍ

په لاهور کې چاودنې ۲۵ کسان ووژل او ۵۳ یې نور ټپیان کړل / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۶): د پاکستان په لوی ښار لاهور کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپيان شوي دي.

ګمان کیږي چې د مړو شمېر به تر دې هم پورته شي ځکه چې د ټپیان شمېر زیات دی او ځیني يې په مرګوني حالت روغتون ته رسول شوي دي.

د ځايي چارواکو او رسنیو په وینا چاودنه په لاهور ښار کې د ارفا کریم آي ټي ټاور ته نیژدې د فیروزپور پر سړک را منځته شوه چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

د پنجاب حکومت ویاند ملک محمد احمد رسنیو ته ویلي چې د موټر بم په واسطه د سبزیجاتو یو پخوانی مارکیټ د لاهور په کوټ لکپت کې په نښه شوی.

ویل کیږي چې په ټپيانو کې ۶ تنه پولیس دي.

Pakistani security officials inspect a destroyed vehicle after an explosion in Lahore on July 24, 2017.
An explosion killed at least 15 people and injured 20 in Pakistan’s eastern city of Lahore July 24, rescue officials said, but it was not immediately clear what caused the blast. “We have 15 confirmed (fatal) casualties and 20 injured,” Jam Sajjad Hussain, a spokesman for the Rescue 1122 service, told AFP. / AFP PHOTO / ARIF ALI

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x