د نن سرلیکنه

له هلمنده د جګړې پورته شوې څپې کابل هم لاندې کړ

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د کمکي اختر میاشتې په پیل کې تر معمولي وقفې وروسته یوځل بیا په ټول هیواد کې د جګړې خونړۍ څپه ژبغړانده شوه.

د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې نوې څپه په داسې حال کې زور اخلي چې سپینه ماڼۍ د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژۍ په ترتیبولو شپې ورځې تیروي.

که څه هم چې د افغانستان لپاره د نویې امریکايي ستراتیژۍ اعلانولو خبره له تیرو ۶ میاشتو راهیسې جریان لري، خو د جزئییاتو په اړه یې تر اوسه پوري هیڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي.

هغه څه چې ځینو امریکايي رسنیو د یادې ستراتیژۍ له محتویاتو څخه افشاء کړي هغه دا چې د ټرمپ ستراتیژستو سلاکارانو هر یو سټيفن بينن او د ټرمپ زوم جراډ کوشنر نوموړي ته مشوره ورکړې چې د افغانستان د جګړې د پرمخ بیولو دنده دې د بلک واټر او ډاینکورپ کمپنیو اجرتي جګړه مارو ته حواله او افغانستان ته دې د موجود واکمن اشرف غني په ځای یو امریکايي وایسرا و ټاکل شي.

دا معلومه نه ده چې ټرمپ به د خپلو ستراتیژیستو سلاکارانو دا تجویز عملي او که رد کړي خو هغه څه چې د ټرمپ او امریکايي حاکمو چارواکو له طبیعت څخه فهمول کیږي هغه په افغانستان کې د جګړو، شخړو او نا امنیو دوام دی او که دوئ کومه ستراتیژي جوړوي هم هغه به پر همدي اساساتو(جګړو او شخړو) بنا وي.

همدا اوس چې د امریکايي ځواکونو لخوا په هلمند، ننګرهار، کندوز ، اروزګان او د هیواد په بیلا بیلو برخو کې پر ولسي وګړو او دولتي قطعاتو باندې بمبارونه کیږي دا هرڅه د جګړې د تشدید او جګړې ته د ولس د لامجبور لو په خاطر دي.

د امریکایانو د دغو شرارتونو په مقابل کې چې همدا اوس د جګړې تونده څپه د هیواد له لویدیځ او شمال څخه پورته شوې د غور، فاریاب او غزني په لاندې کولو سره پلازمینې کابل ته هم راو رسیده چې نن یې د خونړي برید د قربانیانو شمیر لسګونو مړو او ژوبلو ته ورسیدو.

د جان کیري په لاس جوړ شوي ګډ حکومت په داسې حال کې چې داخلي اختلافاتو له یوې خوا او د طالبانو بریدونو له بلې خوا د احتضار (جانکندن) وضعیت ته رسولی ټول کوښښ یې دا دی چې د امریکايي یرغلګرو په مټ پر واک حاکم پاتي شي، دا چې د دوئ د نا روا حاکمیت تر سیوري لاندې پر ولس څه تیریږي دوئ یې هیڅ پروا هم نه لري.

الله تعالی دي د خپل فضل په برکت ځوریدلي افغانان د دښمن له ټولو شرارتونو محفوظ او هیواد دې د سولې او سوکالۍ ټاټوبی وګرځوي … آمین .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x