نظــر

د لیدو په ارمان یي!!

ښه مې یادېږې دمهاجرت په دیارکې زه کوچنی وم ،

دافغانستان په مظلوم ملت دخپلو داخلې لاسپوڅو په مټ روسي ښلیکلاک ته دا زمینه برابر شوه چې په ګران هیواد یرغل وکړي.

هو زموږ میړني ولس د هغو په وړاندې ښه په نره مقاومت وکړو په دې جریان کې لږ تر لږه یوه اندازه وخت تېرشوی وو چې دروسې ښکېلاک څخه افغان مېړنې ولس دایمان په قوت په تش لاس وطن ازاد کړو.

دهېواد خپلواکې موپه شاوخوا یونیم میلون شهیدان یې اودوه برابره یې معلولین په نذرانې سره لاسته راوړه .

هر کلې او ولس بې شمیره شهیدان ورکړي وو، چې دننګرهارولایت دسره رود ولسوالۍ دتورغردسېمې یې یوهم شهید ادام خان رحمه الله ووچې دهغې نوم مې په ترانوکې اوریدلې.

دمهاجرت څخه په راستندو سره په خپل کلي کې میشت شولو او د هغې سره مې په جلال کې ثانویه زدده کړي د میا عمر په عالي لیسه کې پیل کړي چې بیا څو کاله وروسته داطلاعاتو او کلتور رییس لخوا خوشبختانه دجلال دتلاشۍ چوک دشهید ادام خان په نوم ونومول شو چې دغه ګام یې نیک بولم .

کله چې لوی شوم او بیا دا چې څه واروم ، څه ووایم ، څه وکړم ، څه نه ؟؟؟ دا رامان راسره مل شو چې کله او څنګه به وکولای شم چې دشهید ادم خان ځای وګورم؟؛ نن پداسې حال کې چې دیوعلمي کدرسره ناست وم هغې ته یې یوملګرې زنګ ووهه چې زما موروفات شوی او نن یولس بجې جنازه ده ، حلمیي صیب ورته د صبر استقامت توصیه وکړه،سملاسي راته وویل چې موټردې له ځان سره راوړی دی؟

ماویل نه!

موټربارګین ولاړدی.

حلیمي صیب راته وویل ،که تکلیف در ته نه وي چې موټر راوړی یوې جنازې ته ځو.

ماورته وویل نه هیله کوم استاد څه خبره نشته زه ځم ان شاء الله لس دقیقو کي راځم .

بارګین ته لاړم نو مشر شاکر توحید یار ته مې وویل چې موږځو دیواستاد دملګري مور وفات شوی که خوښ مووي هلته لاړشم هغه راته موټر راکړو او مخ په جنازې راون شولو.

ښه شیبه مزل مووکړه درونټې سره چپ لاس تاو شو د نهرغاړه کې مومزل کوو چې یوپل باندې وواښتوو دلږمزل وروسته دهجرت کلې ، بیا ځای ځای دتورغرلوحې موولیدلې ترددې چې دشهید ادم خان کلې ته ورسیدو، دکورواله راته دلارې په سرولاړوو.

ترېنه پوښتنه مې وکړه چې دناصري صیب کورچیرې دی؟ نوموړي راته اشاره وکړه هغه دی ، وویل چې زه تاسوته ولاړم یم ، مننه موتیرنه وکړه ! دنوم ، کارپوښتنه موترې نه وکړه ، چې نوم يې راته معشوق الله اودنده یې راته ترکاڼې وښودله ورته مې وویل چې داتورغردی وویل هو بیامې ترېنه وپوښتل چې دشهیدادم خان کورچیرته دی نوموړي یو کورته اشاره وکړه چې دایې کوردی ورته مې وویل چې پدې قلعه کې به یې څوک وي چې ورشوو نوموړي راته وویل چې ورونه یې ښارکې دي اودلته یواوښی اووسېږي ماوویل سمه ده ، حلیمي صیب ته مې وویل دازما ارمان ووچې زه دشهیدادم خان کلی،کورووینم !اونن پرې الله تعالی موفق کړم ، استاد ته مې وویل که چیرې ته راته له وړاندې وویل چې تورغرته ځوزه به څومره خوشحاله وای خوالله تعالی په قرانکریم کې فرمایي(داسې یونفس نشته چې دېته دسباورځې دکاراوددې معلومات وې څه به کوي اوچیرته به مړکیږم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x