نړۍ

د پاکستان او امریکا جنرالانو پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۶): په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو مشر جنرال نیکولسن په پاکستان کې ددغه هیواد د پوځي مشر سره لیدلي.

د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په غونډه کې د پوځ مشر جنرال قمر باجوه د خپل سیال امریکايي جنرال څخه وغوښتل چې د «تروریزم» پر ضد جګړه کې ددوی قربانیو ته په ټیټ نظر کتل کیږي او په افغانستان کې ځیني کړۍ پر دوی باندي تورونه پوري کوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې جنرل باجوه دغه اندېښنه د امریکا د حکومت او همداسي په افغانستان کې د بشپړې همکارۍ د ماموریت سره شریکه کړه.

د پاکستانۍ ورځپاڼي ډان نیوز د راپور سره سم دواړه جنرالانو په افغانستان او سیمه کې د سولې لپاره پر هلو ځلو ټینګار وکړ.

باید وویل شي چې په افغانستان کې په پراخه کچه پر پاکستان حکومت او پوځ تور پوري کیږي چې په افغانستان کې د نا امنیو تر شا لاس لري خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د امریکا حکومت هم پر پاکستان تور پوري کړی وو چې په خپل هیواد کې د حقاني په نامه ډلې پر ضد لکه څرنګه چې په کار دي، عملیات نه کوي او په خپل هیواد کې یې ورته پناه ځایونه ورکړي، خو پاکستان دا تورونه هم ردکړل او دغه ادعاوي يې بې اساسه وبللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

پاکستان د منځنی او سویلی اسیا او اسراییل منځنی ختیز کی د اسلامی نظام د مخنیوی دپاره د انګریزانو له خوا په یوه کال ۱۹۶۷ کی رامنځته شول تر اوسه یی خوله کی چوشک انکریزان ورکوی یعنی هر کال ورته په بیلونو ډالر ورکوی حتی د اسراییلو د خوندی ساتلو د پاره د مصر د فوخ سره هم په بیلونو مرسته کیږی ، هڅه روانه ده چه افغانستان به د پاکستان د خوندی ساتلو دپاره د مصر حیثیت او دریز ولری .

الحاج استاذ بیانزی

د پاکستان او امریکا دا ګډه نظامی لاس اړونه یا د نظامی پیاوړتیا ښودل اوسنی نه پرونی او دایمی ده ، د پاکستان ، مصر ، سعودی، اسراییل او داسی نورو هیوادو فوځ د امریکا له خوا تمویل او تجهیزیږی هر کال په بیلونو ډالر ورکوی که امریکا یواځی او که امریکا د پاکستان د فوځ سره په ګده جنګ کوی یوه خبره ده ، صرف یونیفورم به یی بدل وی، مخونه به یی څه سره او د ځو طبیعی خیرن وی ؟ امریکا دومره په خبلو خلکو تسلط نه لری لکه څومره چه یی د پاکستان نظامیان بیل او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x