افغانستان

په امریکا کې افغان دیپلوماټ خپله ښځه په وهلو تر روغتونه رسولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۶): د امریکا په نیویارک ښار کې یوه افغان دیپلوماټ خپله ښځه وهلې خو د امریکايي رسنیو له قوله ځکه چې هغه سفارتي مصؤونیت درلود، له قانونه ژغورل شوی دی.

نوموړی دیپلوماټ د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان د نمایندګۍ کونسلر دی، محمد یما عیني نومیږي او ۴۶ کاله عمر لري. پر نوموړي تور دی چې په کور کې دننه یې خپله ۳۰ کلنه ښځه وهلې ده.

په نیویارک کې د روغتون سرچینې ویلي چې یما عیني خپله مېرمن د روغتون ایمرجنسي ته راوستله او ورته وې منله چې مېرمن یې تر ویښتانو کش کړې، په څپېړه یې وهلې او پر مخ یې سوکونه ورکړي دي چې له امله یې مخ پړسېدلی، او ښۍ سترګه یې سره شوې وه.

د روغتون چارواکو د نوموړي د خبرو اوریدو او میرمنې حالت ته په کتو پولیسو ته تلیفون کړی، خو نیویارک پوسټ ورځپاڼې په وینا سرچینې ورته ویلي چې افغان دیپلوماټ سفارتي مصؤونیت درلود ځکه یې پر ضد قانوني اجراءات تر سره نه شوه.

سرچینې زیاته کړې چې د نوموړي ښځه دومره خوږ شوې وه چې له مخې يې مېړه اړ شو تر څو یې روغتون ته ورسوي او د روغتون چارواکو د هغې حالت لیدلی وو ځکه یې پولیس را وبلل.

نیویارک پوسټ ورځپاڼه وايي چې دوی د نوموړي دیپلوماټ کور ته ورغلل، خو هغه د ژورنالیستانو سره له مخامخ کېدو پرته پر انټرکام ورته وویل چې دا ټوله کیسه دروغ ده، خو کله چې ژورنالیستانو د نوموړي د مېرمنې پوښتنه وکړه، ورته وویل شول چې هغه اوس پر کور نشته.

باید وویل شي چې په امریکا کې د مېرمنې وهل جرم بلل کیږي او پر ضد یې سختې سزاګانې ټاکلي شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

ځینی خبری څوک په ډاګه نه شی ویلای ، د غلامی اداری چارواکی سره د دی چه څه یی کمونستان او څه یی سکولریستان دی څه ناڅه افغانی کلتور له مخی ځینی څه نه شی هضمولی ، وایی په ښځو کی هم نارینه وی هغه دیپلومات په ښځو کی نارینه یعنی بی غیرتو کی څه ناڅه غیرتی وو ، که نه د کابل د ټولو چارواکو همدغه حال دی خو څوک حال وایی او څوک یی نه وایی ، څه ځان له حالاتو نه خبروی او ځینی پری مالی لاسته راوړنی زیاتوی. ځکه خو هغه بیچاره چاته ټوله قیصه نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x