دیني، سیرت او تاریخ

په آخره زمانه کي د عيسی (علیه السلام) راکښته کېدل!!

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
داسلام له مهموعقيدونه يوه داده چي  په آخيره زمانه کي به حضرت عيسی عليه الصلاة والسلام  له اسمانه راکښته کيږي،او دالله ددين طرفته به دعوت ورکوي

دا عقيده دمسلمانانو تر منځ اتفاقي مسئله ده. په پخوا زمانه کي جهميه او بعضي معتزله له دې څخه منکروو او په نږدې تېره شوې زمانه کي سر سيد،  قادياني او په اوس کي بعضي بې لاري اسکالرانو له دې څخه انکار کړی دی.

علامه طحاوي رحمه الله په خپل کتاب کي چي داهل السنة والجماعة عقيدې بيان کړې دې ليکي:ونؤمن باشراط الساعة،منهاخروج الدجال،ونزول عيسی عليه السلام من السماء(العقيدة الطحاوية ص:۱۴شرح العقيدة الطحاوية  ص:۴۹۹)

(موږدقيامت په نښوايمان لروچي له هغې څخه ددجال راوتل اودحضرت عيسی عليه السلام له اسمانه راکښته کېدل دي!!)

دحضرت عيسی عليه السلام اسمانو ته د خېژولو حکمت:

دپيغمبرانوعليهم السلام سره دکافرانواومشرکانومخالفت اودښمني په هره زمانه کي شوې ده اوپه دې هکله دالله پاک قانون اوطريقه داوه چي دکوم پيغمبرقوم به په خپل کفراوضدباندي کلک ودرېدل اودمعجزودليدلواودحق له ښکاره کېدلووروسته به يې هم ايمان رانه ووړنوپه دووطريقوکي يوه طريقه شوې ده:

۱:يابه ورباندي داسمان له لوري عذاب راغی اوټول به ورباندي تباه شول لکه عاديان،ثموديان،دنوح،لوط اوصالح  عليهم السلام قومونه.

دوهمه طريقه داوه چي الله پاک به خپل پيغمبرته امروکړچي له دغي سيمي هجرت وکړه بلي سيمي ته ولاړشه،هلته له تلووروسته به طاقت اوملگري ورکول شول اوبيابه په خپل قوم بريالي شول لکه حضرت ابراهيم عليهم السلام له عراق څخه شام ته،حضرت موسی عليه السلام له مصرڅخه شام ته اورسول الله صلی الله عليه وسلم  له مکي څخه مديني ته هجرت وکړبيايې له هغه ځای څخه پرقوم حمله وکړه اومکه مکرمه يې فتح کړله.

دحضرت عيسی عليه السلام اسمانوته پورته کول اوله يهوديانوژغورل داهم په حقيقت کي يوډول هجرت دی چي له دې وروسته به بيادُنياته راځي او پر يهوديانو به بشپړه بريا تر لاسه کوي.

داچي ولي دحضرت عيسی عليه السلام هجرت دنوروپيغمبرانوعليهم السلام دهجرت سره توپيرلري؟

ددې وجه داده چي دحضرت عيسی عليه السلام نورحالات هم نااشنااودنوروانسانانوسره فرق لري لکه دده پيدايښت اوماشومتوب او…..

حضرت عيسی عليه السلام به په خپل راتگ سره د خپلو يهودي دښمنانو خبره درواغ ثابته کړي چي دده د وژلو بې بنسټه ادعاء يې کوله، د نصاراوو خبره به هم درواغ ثابته کړي چي ده  ته يې الله  او يا د الله زوی ويل (العياذ بالله)
حضرت عيسى علیه السلام  ته چي کومه دنده دالله پاک له لوري ورسپارل شوي،تراوسه پوري هغه سرته نه ده رسېدلې بلکي په آخره زمانه کي چي کله له اسمانه راکښته شي تردې وروسته به دده وظيفه پای ته رسېږي.

کله چي بيادُنياته راشي نوله دغه نصاراووچي ځانوته يې دده متبعين اوامتيان ويل،له اسلام پرته به بل دين اوبل څه نه قبلوي،يوازي هغه چاته به امان وي چي داسلام په مبارک دين باندي روان وي.نه به څوک  د يهوديت اونصرانيت په خپلولوسره   په امن کېدای شي اونه به په جزيه خلاصېدای شي،يابه مسلمانيږي اويابه وژل کيږي،جنګ به ورسره کيږي.

دا د مسلمانانو عقيده ده، په دې کي دهيڅ مسلمان اختلاف هم نشته اودامسئله په قرآن کريم اواحاديثوکي بارباربيان شوې ده الله جل جلاله په قرآن کريم کي فرمايلي دي:

وَإِنْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلاَّ لَيُؤْمِنَنَّ بِهِ قَبْلَ مَوْتِهِ  وَيَومَ القيَامَة يَکُونُ عَلَيهِم شَهِيدًا.(النساء آيت۱۵۹)

(اوله اهل کتابوڅخه به هيڅوک داسي نه وي چي دحضرت عيسی عليه السلام ترمرگ مخکي پرهغه ايمان رانه وړي اودقيامت په ورځ به هغه(عيسی عليه السلام)پردوی باندي شاهدوي!!)

يعني کله چي حضرت عيسی عليه السلام له اسمانه راکښته شي نوپه هغه وخت کي چي کوم يهوديان اونصرانيان(عيسايان) موجودوي،هغوی به ورباندي ايمان راوړي،نصرانيان به ټول په صحيح عقيدې سره مسلمانان شي،له يهوديانوڅخه چي څوک مخالفت وکړي،هغه به ووژل شي نوربه ټول مسلمانان شي،داوخت به کفرپه بشپړه توگه له دُنياڅخه ټول شي اوپه دُنياکي به يوازي داسلام دين پاته شي.(وگوره تفسيرابن کثير ص۴۱۲ج۲،القرطبي ص:۱۳ج۶سراج المنير ص:۳۹۸ج۱تفسيرابي السعودص:۲۱۸ج۲عثماني ص۱۳۵ج۱جواهر۲۵۲ج۱)

نوپه دې آيت مبارک کي دحضرت عيسی عليه السلام دراکښته په وضاحت سره بيان شوې ده.

همدا راز الله پاک په بل ځای کي فرمايي:

وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِلسَّاعَةِ فَلا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُونِ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ) (الزخرف:61)

(اوبې شکه هغه(عيسی عليه السلام)دقيامت لپاره يوه نښه ده،نوشک پکښي مه کوئ!اوزماتابعداري وکړئ!همدانېغه لاره ده!!)

يعني دحضرت مسيح عليه السلام اول راتلل خوخاص دبني اسرائيلولپاره يوه نښه وه چي پرته له پلاره پيداشواوعجيب اونااشنامعجزې يې ښکاره کړې دوهم ځل راتلل به يې دقيامت  نښه وي،دده له راکښته کېدلوڅخه به خلگ معلومه کړي چي قيامت بالکل رانږدې راغلی دی(تفسيرعثماني ص۶۵۶ج۲)

وَاتَّبِعُونِ: دحضرت عيسی عليه السلام تربيان وروسته يې دنبي عليه السلام په تابعدارئ امرکړی دی،په دې کي اشاره ده چي دحضرت عيسی عليه السلام ترراکښته کېدلووروسته به دنبي عليه السلام تابعداري ضروري وي!!

دې آيت مبارک هم دحضرت عيسی عليه السلام دراکښته کېدلوخبره په څرگندوټکوکي بيان کړې ده.

دعيسی (علیه السلام) راکښته کېدل داحاديثوپه رڼاکي:

دحضرت عيسی عليه السلام راکښته کېدل لکه څنگه چي په قرآن کريم سره ثابت دي همدارازداسلام پيغمبرصلی الله عليه وسلم هم دده دراکښته کېدلوخبرورکړی دی اوهغه احاديث متواتردي.

 داحاديثو شمېر سلگونوته رسېږي خوموږدلته داختصارپه مقصديو،دوه حديثونه ليکو:

عن أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قال : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا عَدلًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ ، وَيَقْتُلَ الْخِنْزِيرَ ، وَيَضَعَ الْجِزْيَةَ ، وَيَفِيضَ الْمَالُ حَتَّى لا يَقْبَلَهُ أَحَدٌ ) . رواه البخاري ص:۴۹۰ج۱  ومسلم ص:۸۷ج۱والترمذي واحمدوابن حبانمشکاة المصابيح ص۴۷۹ج۲)

{له حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:زمادي په هغه ذات قسم وي چي زماساه يې په واک  کي ده، چي په تاسوکي(په دې مسلمان امت کي)به ډېرژر(يعني داکاربه خامخاکيږي)دمريم (عليهاالسلام)زوی(مسيح عيسی عليه السلام)راکښته شي په انصاف سره به فيصله  کوونکی وي،صليب به مات کړي،خنزير(خوګ)به ووژني،جزيه به کښېږدي اومال به داسي وبهوي چي هيڅوک به يې نه قبلوي(بخاري اومسلم)

( وفي رواية : لا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ ) (په بل روايت کي داسي راغلي دي چي ترهغه پوري  به قيامت نه قائميږي ترڅوچي حضرت عيسی عليه السلام په تاسوکي راکښته نشي)

دحکم اومقسط مطلب دادی چي عادل حاکم(فيصله کوونکی)به وي .

دصليب دماتولو مطلب دادی چي  دصليب عبادت به ختم کړي.

خنزير به قتل کړي يعني نصرانيت به ختم کړي.

دجزيې دکېښودومطلب داسي دی  چي حضرت عيسی عليه السلام به جزيه  نه قبلوي،له  کافرانوبه له اسلام پرته بل څه نه قبلوي،څوک چي داسلام په بدل کي جزيه ورکول غواړي،نه به ترې قبليږي بلکي يوازي دوه لاري به وي يابه اسلام راوړي اويابه وژل کيږي.

دمال دبهولو مطلب دادی چي مال به  ډېرزيات شي،دډېروالي لامل به يې داوي چي برکتونه به نازليږي،ښه کارونه به  زيات  شي،ګناهونه به کم شي، عدل به شروع شي اوظلم به  ختم شي،زمکه  به خزانې راوباسي

دحضرت عيسی عليه السلام ترراکښته کېدلووروسته به دخلگوله زړونوڅخه کينه ختمه شي اوبرکتونه به دومره وي چي يواناربه دومره لوی وي چي ديوې ډلي به بسېږي.

يوه دشېدو بزه به ديوه قوم بسېږي،خيرات به هيڅوک نه غواړي اودخلګوسره به دمال دجمع کولومينه اومحبت  کم شي ځکه ددوی فکربه آخرت ته وي چي قيامت نږدې راتلونکی دی.

داسي امن به وي چي زهري ژوي به هم چاته تاوان نه رسوي اوتردې چي که دمارپه خوله کي ماشوم لاس ورکړي هم به تاوان نه ور رسوي.

شرمښ به دپسونوسره داسي يوځای گرځي لکه درمي دساتني لپاره چي سپی ورسره گرځي.

له ابوهريره رضي الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ( أنَا أَوْلَى النَّاسِ بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ لأَنَّهُ  لَمْ يَكُنْ بَيْنِي وَبَيْنَهُ نَبِيٌّ . . . ثم ذكر نزوله عليه السلام في آخر الزمان . ثم قال : فَيَمْكُثُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَمْكُثَ ، ثُمَّ يُتَوَفَّى فَيُصَلِّيَ عَلَيْهِ الْمُسْلِمُونَ وَيَدْفِنُونَهُ) . رواه احمد)زه په ټولو خلګو کي دحضرت عيسی عليه السلام سره ددوستۍ ډېرحقداريم ځکه زمااودده ترمنځ پيغمبرنه وو….بيايې په آخيره زمانه کي دحضرت عيسی عليه السلام دراکښته کېدوخبره ياده کړه بيايې وفرمايل:)حضرت عيسی عليه السلام به په دُنياکي)دومره وخت تېرکړي څومره چي  الله تعالی غواړي، بيا به وفات شي، مسلمانان به ورباندي لمونځ وکړي(احمدداحديث صحيح دی)

حضرت عيسی عليه السلام به دسهاردلمانځه په وخت ددمشق په جامع مسجدکي ددمشق ختيځ لورته دسپيني منارې سره راکښته شي.

داوخت به مسلمانان دحضرت مهدي سره په مسجدکي موجودوي.

دامسلمانان به ددجال سره دجهادپه غرض راغونډشوي وي اوددوی شمېربه اته سوه سړي اوڅلورسوه ښځي وي.

دامامت لپاره به حضرت مهدی رضی الله عنه  عيسی عليه السلام ته بلنه ورکړي خوهغه به انکاروکړي اوحضرت مهدي به امامت ته وړاندي کړي اوهغه به لمونځ ورکړي.

له دې وروسته به حضرت عيسی عليه السلام ددجال اودهغه دملگروسره جهادوکړي اودجال به په  فلسطين کي دباب لُدسره پيداکړي اوقتل به يې کړي.

له دې وروسته به ټوله نړۍ مسلمانان شي.

کوم يهوديان چي ايمان رانه وړي هغوی به لټوي اووژني به يې اويهوديان به داسي اندازې ته ورسېږي چي هيڅ شی به فنا نه ورکوي،تردې چي ونه اوډبره به هم مسلمان ته خبرورکوي  چي ترماشاته يهودي پټ دی.

په دُنياکي به يوازي اسلام پاته شي،نورټول دينونه به له منځه ولاړشي،نوجهادبه موقوف شي داځکه چي کافربه پاته نه وي.

څلوېښت کاله به په دُنياکي تېرکړي اوبيابه وفات شي اومسلمانان به دجنازې لمونځ ورباندي وکړي اودنبي عليه السلام سره به يې په روضه مبارکه کي دفن کړي.

دحضرت عيسی عليه السلام اوس ژونداوله اسمانه راکښته کېدل داسي مسئلې  دي  چي يوازي يهوديان ترې منکر دي.

مسلمانان اوعيسايان ټول په دې عقيده دي چي حضرت عيسی عليه السلام  ژوندی دی،الله پاک اسمانوته پورته کړی اوپه آخره زمانه کي به بېرته راکښته کېږي.

دمسلمانانو او عيسايانو د عقيدې فرق:

ددوی ترمنځ توپيرپه دې کي دی  چي عيسايان وايي:يهوديانو هغه وواژه،بياپه قبرکي ښخ کړل شو،له دې څخه درې ورځي وروسته راژوندی کړل شواواسمانونوته پورته کړل شو!!

مسلمانان په دې عقيده دي چي الله پاک له يهوديانوڅخه وژغوره اوروغ رمټ يې اسمانوته پورته کړ.

نومسلمانان اوعيسايان دواړه ډلي دحضرت عيسی عليه السلام راکښته کېدلوته معتقددي او ورته انتظاردي.

فرق دادی چي مسلمانان هغه  مسيح عليه السلام ته انتظارکوي چي انسان دی،چي لومړنۍ کاربه يې دصليب ماتول وي اودالله پاک دتوحيددعوت به خلگوته ورکوي اوپه دې لارکي به جهادکوي.

خوعيسايان داسي مسيح ته انتظاردي چي دخدای زوی وي،مرگ،ژونداوددُنياټولي چاري دده په واک کي وي،دخدای  دصفاتولرونکی اودخدای زور ورسره وي!!

نوکله چي عيسی عليه السلام راشي نوعيسايان به يې مخالفت کوي ځکه چي هغه به ددوی دتوقع خلاف يوانسان وي،نودوی به ورته وايي چي ته هغه مسيح نه يې دچاچي موږانتظارکاوولکه څنگه چي يهوديان دحضرت عيسی عليه السلام راتگ ته دده ترپيدايشت مخکي انتظارووخوچي کله هغه راغی نودوی مسيح ونه بلی اوبالآخره يې دوژلوناکامه دسيسه ورته جوړه کړله.

يهوديان هم دمسيح راتگ ته انتظاردي خوهغه بل مسيح دضلالت(بې لارۍ)مسيح دجال دی.

يهوديان دعيسايان په خلاف په دې عقيده دي چي مسيح ناجي(دانسانيت ژغورونکی)تراوسه دُنياته نه دی راغلی،وروسته به پيداکېږي.

اوعيسايان وايي چي مسيح ناجي دنياته راغی،بياديهوديانوله خواپه دارووژل شو،بېرته ژوندی شواواسمان ته پورته شو،بېرته به دُنياته راځي.
په دې هکله احاديث متواترراغلي دي.

د نزول په هکله دعلماوو اقوال:

مفسر ابن کثير رحمه الله ليکي: وقد تواترت الاحاديث عن رسول الله صلی الله عليه وسلم انه اخبربنزول عيسی عليه السلام قبل يوم القيامة اماماعادلا وحکما مقسطا  (تفسير ابن کثيرص:۵۳۰ج۵)

(درسول الله صلی الله عليه وسلم احاديث په دې هکله متواتردي،چي ترقيامت مخکي يې دعيسی عليه السلام دراکښته کېدلوخبرورکړی دی،چي عادل امام به وي اوانصاف دارفيصله کوونکی به وي!!)

علامه شاه انورشاه الکشميري رحمه الله ليکي:واعلم انه کماتواترالنقل بالنزول کذلک انعقدالاجماع عليه من الامة(عقيدة الاسلام ص:۴۹)يعني پوه شه چي لکه څنگه چي دحضرت عيسی عليه السلام دراکښته کېدلوخبره په تواترسره راغلې ده،همدارازپه دې خبره دامت اجماع هم منعقده شوې ده!!

همدا راز علامه کشمېري ليکي:وتواترنزوله علیه السلام (اکفار الملحدين ص۸) يعني دحضرت عيسی عليه السلام راکښته کېدل په تواترسره ثابت دي!!

مفتي محمدشفيع رحمه الله ليکي:په آخره زمانه کي دحضرت عيسی عليه السلام دراکښته کېدلوعقيده قطعي اواواتفاقي ده دکومي منکرچي کافردی(تفسيرمعارف القرآن ص:۶۰۵ج۲)

خلاصه خبره داده چي دحضرت عيسی عليه السلام بياراکښته کېدل داسلام له ضروري عقائدوڅخه ده،له دې څخه انکارښکاره کفردی.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

ليکوال: مولوي عصمت الله عزام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x