د کباب د لوګي پیسې

له پنده ډکه کیسه :
ژباړه : عطا محمد میاخېل
یو بېوزله سړی د کباب پلورنې د هټۍ له څنګه تېرېده، کباب پلورنکي سړي غوښې په سیخانو کې ورکړې وې، د غوښې سیخان یې د اور په سکروټو باندې ایښي وو او پکی یې ورته واهه او د کباب شوې غوښې ښه او خوندور بوی په فضا کې خپور شوی و . بېوزله سړی وږی و، خو پیسې یې نه لرلې، چې کباب پرې وخوري، د وچې ډوډۍ یوه ټوټه یې له خپلې خلطې څخه را بهر کړه، د کباب په لوګي یې ونیوله او خولې ته یې کړه، هغه په همدې ډول د وچې ډوډۍ څو ټوټې وخوړلې او وروسته له هغه ځایه روان شو، خو کباب پلورونکی سړی په ډېرې چټکتیا له خپلې هټۍ څخه بهر شو، د هغه لاس یې ونیوه او وې ویل : چېرته ځې د کباب د لوګي پیسې را کړه، چې خوړلی دې دی، یو ملا له هغه ځایه تېرېده، دا هر څه یې ولیدل او پام یې شو، چې بېوزله سړی کباب پلورونکي ته عذر او زارۍ کوي، ترڅو یې خوشې کړي، خو کباب پلورونکي غوښتل، چې د هغه لوګي پیسې ترې واخلي، کوم چې خوړلی یې دی .
د ملا زړه په بېوزله سړي باندې وخوږېده، وړاندې ورغی او کباب پلورونکي ته یې وویل : دا سړی خوشې کړه، چې لاړ شي، د کباب د لوګي پیسې زه درکووم، کباب پلورونکي ومنله او بېوزله سړی یې خوشې کړ . د بېوزله سړي له تګ څخه وروسته، ملا څو روپۍ له خپل جیب څخه را بهر کړې، په داسې حال کې چې یوه په بلې پسې یې په ځمکه غورځولې، نو کباب پلورونکي ته یې وویل : را ځه دا هم د هغه لوګي د پیسو غږ، کوم چې هغه خوړلی و، وې شمېره او وایې خله، کباب پلورونکي ملا ته په ډېرې حیرانتیا وکتل او وې ویل : دا څه ډول د پیسو ورکړه ده؟ لکه څنګه چې ملا پیسې په ځمکه غورځولې، ترڅو غږ یې پورته شي، وې ویل : ګرانه ! څوک چې وغواړي د کباب لوګی او د هغه بوی وپلوري او وغواړي، چې پیسې یې واخلي، نو د پیسو پرځای دې د هغو غږ تر لاسه کړي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د