افغانستان

پکتيا : جانيخېل ولسوالي طالبانو نيولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۶):د پکتيا ولايت سرحدي جانيخېل ولسوالي له څو ورځنۍ جګړې وروسته نن سهار د طالبانو لاس ته لوېدلې.

جانيخېل ولسوالي د پکتيا له مرکز نه کابو ۸۵ کيلومتره ګوښه ده.

د پکتيا امنيه قومندان توريالی د ولسوالۍ سقوط ردوي او مخالف لوري ته د مرګ ژوبلي اوښتو ادعاء هم کوي.

طالبانو رسنيو ته په لېږلي برېښناليک کې منلې چې نن سهار د دوی د تعرضي بريدونو په نتيجه کې جانيخېل ولسوالي په بشپړ ډول له امنيتي پوستو او امنيه قومندانۍ سره نيول شوې.

طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد د زيات شمېر عسکرو د وژلو او همداراز د سپکو او درنو وسلو د نيولو ادعاء هم کړې خو کره شمېره يې نه ده په ډاګه کړې.

ويل کيږي جانيخېل ميشتو امنيتي ځواکونو د شهر نو لور ته شاتګ کړی.

د پکتيا د ولایتي شورا یو غړی تاج محمد منګل د طالبانو له لوري د ولسوالۍ نيول تائيد کړي او وايي چې افغان ځواکونو له ولسوالۍ نه تقريباً يو کيلو متر شاه تګ کړی دی.

د یادونې وړ ده چې دا په تېرو څو ورځو کې پنځمه ولسوالۍ ده چې د دولت له ګوتو وځي او د طالبانو په لاس سقوط کوي.

په تېره یوه اونۍ کې د بغلان ولایت د ګذرګانور، د فراه ولایت د پشت کوه، د فاریاب ولایت د کوهستان او د غور ولایت د تیوره ولسوالۍ په پرلپسې ډول سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لویدلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close