
ګل اغا شیرزی د سرحداتو د وزیر په توګه معرفي شو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۶): د کندهار او ننګرهار پخوانی والي ګل اغا شیرزی د ولسمشر له لوري د سرحداتو او قبایلي چارو د وزارت لپاره وزیر ټاکل شوی دی او تمه ده چې نوموړی به ډېر ژر ولسي جرګې ته ور وپيژندل شي.
د ارګ څخه په ورکړل شویو معلوماتو کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني د پارلماني چارو وزیر مکلف کړی چې نوموړی ولسي جرګې ته د سرحداتو د وزیر په توګه ور معرفي کړي تر څو د باور رايي واخلي.
د ارګ په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لپاره محمد حمید طهماسي نومول شوی.
دواړه وزارتونه ددې تر مخه د سرپرستانو له لوري پر مخ وړل کېدل.
باید وویل شي چې اوس د ګډحکومت یو شمېر وزارتونه د سرپرستانو له لوري پر مخ وړل کیږي چې له امله یې ګډحکومت تل د ولسي جرګې، مدني فعالانو او سیاسي چارو کارپوهانو تر نیوکو لاندي وي.
د یادونې وړ ده چې ګل اغا شیرزی په تیرو انتخاباتو کې ولسمشرۍ ته کاندید وو او د اشرف غني د سرسختو مخالفینو څخه بلل کیدی. نوموړ پر اشرف غنی تور پوري کوی چې د غرب څخه راغلی او په افغانستان کې د امریکا ایجنډا پر مخ وړي.