نظــر

د ډاکټرعبد الله عبد الله څخه ملاتړ به ستره سياسي تيروتنه وي

دا چې د ولسمشريزو ټاکنو د ټاکنيزو مبارزو په پيل کيدو سره د ولسمشرى دنوماندانو څخه دسياسي ګوندونو، مدني ټولنو، سياستوالو او افرادو د مخالفت او ملاتړ بازار ښه ګرم دى . طبعي خبره ده چې هر څوک دخپل ذوق، سليقې، پوهې ، موخو، معيارونو، ارزښتونو او سياسي معاملو ته په پام سره د يو ټاکلي نوماند تګلاره او شعار خوښوي او د هغې څخه ملاتړ اعلانوي او د هغې په ګټه کار کوي .

د افغانستان اساسي قانون هم افغانانو ته حق ورکړيدى چې هر څوک دخپلې خوښې نوماند څخه ملاتړ وکړي او هغې ته رايه ورکړي . د ټولنيز نظم د ثبات او ټنګښت لپاره بايد د هر چا دې ذاتي حق ته درناوى وشي.

خو دهيواد حساس سياسي اوامنيتي وضعيت ته په کتو بايدد يوولسو نوماندانوله ډلې څخه دداسې يوه چا څخه ملاتړوشي چې په هيواد کې دسولې اوامنيت دټنګښت، ټولنيزعدالت ،اقتصادي پرمختګ، ملي يووالې اونورو اړينوبرخوکې اغيزمن تمام شي .

که څه هم دولسمشرى دا ١١نوماندان نوي څېري نه دي ددوي دهريوتيرتاريخ ،شخصيت،خدمت،خيانت،فکرونه ،اعمال …….اونورې ځانګړتياوې نږدې هرچاته مالوم دي.

دولسمشريزو ټاکنودنوماندانوله ډلې څخه يوهم ډاکټرصيب عبدالله عبدالله دى نوموړي دملت درايو دخپلولو په موخه په خپلو خبروکې هڅه کوي چې ځان ملي يووالې اوملي ګټوته ژمن وښيي اوخلک پرځان راټول کړي خوکه که د ډاکټر عبدالله عبدالله تيرتاريخ ته ځيرشو نو له وړاندې يې خپل تګلاره ، اهداف دريځ په خبرو او عمل کې ښودلى ده.  نوهغې ته رايه ورکول او ملاتړ به په لوي لاس د ملي او افغاني هويت او د ملي يووالي د له منځه وړلو او د پرديو په اشاره دافغانستان دتجزيه کيدو د شوم پلان سره په ښکاره ډول مرسته کول وي .دخپلې خبرې دثبوت لپاره يوڅودلايل وړاندې کوي .

١:دفدرالي نظام رامنځته کول :ډاکټرعبدالله عبدالله له وړاندې ويلي دي چې برياليتوب په صورت به په هيواد کې داوسنى سياسي رژيم پرځاى فدرالي نظام رامنځته کوي چې دا ډول نظام قوي اقتصاد،پياوړي اوغښتلي نظام قوت ،باسواده اوپه سياسي شعورسمبال افرادوپه شتون ښې پايلې لري خودافغانستان په څېرپه يوهيوادکې چې دبرياليتوب پورتني عوامل يې خوراپه ټيټه کچه کې قرارلري نواوسنيوشرايطوته په کتوپارلماني نظام به دهيواد دتجزيه کيدوپه لورې يوګام وي .

٢:ډاکټرعبدالله اوملګرې يې دديورند کرښه په رسميت پيژني هغه لنجمنه کرښه چې کلونه کلونه يې له امله وکړيدو اولا کړيږودتاريخ په ټولودوروکې دپخوانيوسياسي نظامونوڅخه نيولي ترکمونستي نظام ،ترمجاهدينو،طالبانواوان دحامدکرزي ترواکمنى پورې هيڅ يوسياسي رهبر او واکمن ديته خاضرنشوچې ياده کرښه درسمي پولې په توګه په رسميت وپيژني .خودولسمشريزوټاکنودا نوماند په زغرده وايي چې مونږدا کرښه په رسميت پيژنو.دهغه دوهم مرستيال محقق له خولې مې ځوځلي اوريدلي چې مونږ دډيورند کرښه په رسميت پيژنوداپريکړه دملي ګټوپربنسټ نه بلکې دخپلوقومي ګټوخپلو اوبادارانوپه اشاره کوي .ځکه ددې خبرې څخه دوي دوه موخې لري

الف: له يوې خوا غواړې چې په ټاکنوکې دپاکستان ملاتړترلاسه کړي او خلک په پوره ډاډ سره وکولاي شي ددوي ترنفوذلاندي سيموکې په ټاکڼوکې برخه واخلي اوپاکستان هم تل همداسې فرصت په انتظاردى نوپه اسانۍ سره به نوموړى هيواد هم خپلې موخې ته ورسيږي.

ب: دوهمه موخه يې داده چې دديورندکرښې په رسميت پيژندلوسره به دپښتانوقوت وويشل شي او ددوي دقوت اويووالې لاربه يې ډب کړي وي ځکه دوي پدې پوهيږي چې که لراوبر ټول پښتانه سره يوځاى شي نودتل لپاره به سياسي قدرت ددوي په لاس کې وي او اوسنى فرصت به هم له لاسه ورکړي .

٣: ډاکټرعبدالله عبدالله اوډله يې ملي يووالې اوملي ارزښتونوته هيڅ ژمنه نه ده ښه بېلګه يې دخپلې ټاکنيزې مبارزې په لومړى ورځ دملي سرود پرځاى دګوندي ترانى غږول ووچې داپه ښکاره ډول دملي يووالي اوارزښتونوسره ددښمنى په مانادى .

٤ : ملي ترمنالوژي . ډاکټرعبدالله اوکاري ټيم يې په خپل ټول توان اوقوت سرهڅه کوي چې مل ترمنالوژي له منځه يوسي اوپرځاى يې دايران دفارسي ژبې کلمات اواصطلاحات مروج کړي او پدې کلتوري ښکيلاک اويرغل کې دايران سره پوره مرسته وکړي چې ښه بېلګه يې دلوړوزده کړو وزارت قانون دى چې دتيرو اوو کلونوراپديخوا دپوهنتون اوپوهنځى پرځاى دانشګاه اودانشکده اوداسې نورواصطلاحاتوله امله دپارلمان له خوا نه دى تصويب شوى .

٥:که څه هم دافغانستان په اساسي قانون کې په څرګنده ويل شوى چې دافغان کلمه دافغانستان په ټولواوسيدونکواطلاق کيږي خو ډاکټرعبدالله عبدالله اوپلويان يې دافغان کلمه نه مني .اودافغان کلمه ورته پردى ښکاري . اوڅوځلې يې ددې کلمې پرضد خپل حساسيت ښودلى چې ښه بېلګه يې څومياشتې وړاندې په ملي شوراکې دتابعيت په نويواليکترونيکي تذکرو کې دافغان دکلمې پرځاى نندارى وې .

دپورتنيو موضوعاتو سربېره ځيني نور مسايل هم شته چې مونږ پرې قضاوت کولاى شو چې ډاکټر عبدالله ډير خطرناکې طرحې لري نو دده څخه ملاتړ به ستره سياسي تيروتنه وي چې جبران کول به يې بيا ناشونى وى نوهمدا يې وخت چې دداسې کسانومخه ونيول شي اودهغه چاملاتړوشي چې داسلامي شريعت داحکاموپه رڼاکې په هيواد کې سوله ،امنيت اوعدالت تامين کړي دملت ديووالي ،نيکمرغى ،سوکالى اوسرلوړى لپاره کاروکړي .

ليکوال : استاد پوهيالى رباني (وحدت )

لیکوال د خوست شيخ زايد پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځى استاد دی،  او اوس مهال دهندوستان دډهلي پوهنتون دماسټرې
دورې محصل دی.

https://plus.google.com/115770574619436590797/posts

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x