د نن سرلیکنه

دولتي سرتیري ولي له طالبانو سره یو ځای کیږي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په فاریاب ولایت کې د کوهستان ولسوالۍ تر سقوط وروسته د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې خواوشا ۱۳۰ تنه دولتي ځواکونه چې په هغوئ کې ځانګړي افغان ځواکونه، ملي پولیس، ملي پوځ او سیمه‌ ییز پاڅون کوونکي شامل دي له طالبانو سره یوځای شوي دي.

د فاریاب ولایت د امنیه قومنداني ویاند عبدالکریم یورش له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې دا خبر تائید کړی چې په یادې ولسوالۍ کې ۲۰۰ تنه دولتي سرتیري د طالبانو لخوا محاصره شوې چې ۱۳۰ تنه یې هغوئ ته تسلیم شوي او متباقي هغه یې تر اوسه لا درکه دي .

له تیرې یوې اونۍ راهیسې په فاریاب، غور، بغلان، هلمند، کندوز، تخار او پکتیا کې د جګړو د شدت له امله متعددې ولسوالۍ یو په بل پسي د طالبانو لاسته لویدلې اوهلته میشت دولتي ځواکونه يا له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي او یا هم له هغوي سره یوځای شوي دي.

د طالبانو په لاس په پرلپسي ډول د متعددو ولسوالیو سقوط او هلته د سلګونو مسلحو سرتیرو د تسلیمي یو لامل دا هم دی چې په یادو سیمو کې میشت دولتي ځواکونه له دولتي چارواکو څخه مایوسه او خپله د هغوئ د چارواکو په خبرو چې له ډیره وخته راهیسې یې د طالبانو تر محاصرې لاندې ژوند کاوه.

همدا راز په هلمند او ځینو نورو سیمو کې د امریکايي الوتکو لخوا پر دولتي ځواکونو باندې بمباري کول بل هغه لامل دی چې یاد ځواکونه پر خپلو بهرنیو ملاتړو بي اعتماده او تر بي ځایه وژل کیدو طالبانو ته د تسلیمي لاره غوره بولي ځکه همدا تسلیمي یې کم ترکمه د ژوند ژغورلو لامل کیږي.

خو اوس طالبانو ته په کار دی چې په یادو سیمو کې له تسلیم شويو دولتي سرتیرو سره ښه رویه غوره او د هغوي د بشري حقونو رعایت په جدي ډول په پام کې ونیسي.

که په فاریاب کې له تسلیم شویو ځواکونو سره د طالبانو لخوا مناسب چلند غوره او په خوښۍ سره خپلو کورونو ته پریښودل شي ښايي دا کار د هیواد په نورو سیمو کې هم د دولتي ځواکونو په روحیه مثبت اغیز وکړې او له جنګ جګړې پرته له هغوئ سره یوځای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x