fbpx

له استاد مصطفى حامد سره د نن ټکي اسيا ځانګړې مرکه (ډېر ژر به نشر شي)

نن ټکی اسیا د عربي لیکوال ابو الولید المصري سره مرکه کړې چې تر ژباړې وروسته به ډېر ژر له نن ټکی اسیا څخه خپره شي.

د ابو الولید المصري پیژندنه :

مصطفى حامد (ابوالوليد المصري) په ۱۹۴۵ م کې د مصر په بلیبس ښار کې زیږیدلی .

په ۱۹۶۹ م کې د الاسکندریي پوهنتون د میخانکي هندسې له څانګې فارغ شوی.

تر فراغت وروسته یې د ژورنالیزم لور ته مخه کړې ، په ۱۹۷۸ کې له فلسطیني مقاومت سره په جهادي چاروکې سهیم او د ۱۹۷۹ کال په جون کې افغانستان ته راغی او د افغان جهاد د یوه مشهور جهادي شخصیت مولوي جلال الدین (حقاني) سره د خوست په جبهه کې عملا جهادي فعالیت پیل کړ.

له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۹۲ كال د ګردیز تر فتحې پوري له مولوي جلال الدین حقاني سره یو ځای و او د خوست ، ارګون ، ګردیز او پکتیکا ولایت په ټولو پوځي عملیاتو کې یې فعاله برخه لرله .

په افغانستان کې د اوسیدو په مهال یې دوه زامن شهیدان شوي ، یو د شوري اشغالګرو په خلاف جهاد او بل هم اوس د امریکايي اشغالګرو په خلاف جهاد کې.

د افغان جهاد په مهال یې له ټولو تنظیمي مشرانو سره تعارف شوي او له ځینو هغو سره یې نیږدي اړیکې لرلې دي.

د مولوي جلال الدین حقاني دفرهنګي ادارې له لورې د نشریدونکې منبع الجهاد مجلې ډیری لیکنې د ده په قلم لیکل شوې.

په کابل کې د کمونیستي نظام تر سقوط وروسته هم د مولوي جلال الدین حقاني ترڅنګ پاتې شوی او په ټولو هغو سوله ییزو هلو ځلو کې ورسره شریک و چې د تنظیمي جګړو د له منځه وړلو لپاره یې کولي.

له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۱ پوري په كندهار کې د الجزیره ټلویزوني شبکې د ساحوي دفتر مشر و.

پر افغانستان باندې د امریکا تر یرغل وروسته د القاعده د ځینو مهمو مشرانو په جمله کې ایران ته ولاړی او تر ۲۰۱۱ کال پوري هلته د ایراني امنیتي چارواکو تر نظارت لاندې و.

په ۲۰۱۲ کې له ایران څخه خپل هیواد مصر ته ولاړ .

ښاغلی ابو الولید المصري د القاعده تنظیم د مشر غیر رسمي سیاسي سلاکار او د هغه له ډیرو نیږدي ملګرو څخه دی . نوموړی د عرب جهادي لیکوالانو په جمله کې وتلی لیکوال او په امریکايي رسنیو کې د القاعده تنظیم د مؤرخ په نوم شهرت لري.

مصطفی حامد ابو الولید د افغانستان او عربي نړۍ په بیلابیلو موضوعاتو باندې ۱۴ ټوکه کتابونه لیکلي. چې ځیني یې چاپ او نورو ژبو ته هم ژباړل شوی.

نوموړی د http://mafa.world/ ( مافا السیاسي) په نوم خپله ویب پاڼه هم لري چې د ده ټولې لیکنې او کتابونه هم ورکې نشر شوې.

په دې وروستیو کې یې له تورې بوړې تر ایبټ آباده د اسامه زوي د خپل پلار کیسه کوي لیکنه کړې چې نن ټکی آسیا ویب پاڼې یې پښتو ژباړه نشر کړه .

اوس مو د هغې لیکنې او د افغانستان د ځینو نورو مهمو موضوعاتو په اړه ورسره مرکه کړې چې لوستلو ته یې ستاسي پام راګرځوو.

یادونه: مرکه به ډېر ژر نشر شي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د