افغانستان

طالبانو د کندز په چهار دره ولسوالۍ کې ۱۵ عسکر وژلي

نن ټکی آسیا: طالبان وایي د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې یې د څو ساعته نښتې په پایله کې ملي اردو، پولیسو او اربکیانو  ته درنه مرګ-ژوبله اړولې.
جګړه وروسته له هغې نښتې، چې یاد عسکر اربکیانو ته د پوستو جوړولو لپاره د چهاردرې د یتیم،کچه ګړۍ او سروکلیو سېمو ته راغلي او غوښتل يې دلته پوستې واچوي، خو مخکې له دې چې په دې اقدام لاس پورې کړي، د طالبانو تر برید لاندې راځي او جګړه د مازیګر تر ۵ بجو پورې دوام کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په دې جګړه کې یې ۱۵ عسکر وژلي او ۷ نور ژوبل کړي.
سرچېنه زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې ۸ د ملي اردو عسکر او ۷ نور پولیس دي او په ټپیانو کې دوه تنه اربکیان او پنځه ملي پولیس شامل دي.
ویل کېږي، چې په برید کې طالبانو ته زیان نه دی اوښتی ؛ خو په جګړه کې د سېمي درې ماشومان ژوبل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x