نړۍ

امريکايي پروفيسر سناتور جان مککین جنګي مجرم بللی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۶):د امريکا کليفورنیا ايالت کې د سين ډياګو دولتي پوهنتون پروفيسر امريکايي سناتور جان مککين جنګي مجرم بللی دی.

فاکس نيوز تلویزون ويلي، چې د نړيوالو اړيکو او نړيوال قانون متخصص پروفيسر جوناتان ګراوپارټ د سرطان په مرض اخته امريکايي سناتور جنګي مجرم بللی دی.

پروفيسر جوناتان په خپله فيسبوک پاڼې ليکلي، چې سناتور مککین د دماغو په سرطان اخته دی او «زه فکر کوم، چې د همدې مرض پر مهال هم سناتور مککین داسې وحشي کارونه کوي، چې پايلې يې خطرناکې دي، دی د جګړې پلوی او جنګي مجرم دی.»

د سين ډياګو پوهنتون ځينې محصلينو د خپل استاد په نظر او تبصرې نيوکې کړي او زياتوي، چې د يو سياستوال له شخصیت سره اختلاف په خپل ځای، خو په داسې حال کې، چې سناتور جان مککين په سرطان اخته دی، د هغه په اړه داسې ځورونکې تبصره د زغملو وړ نه ده، خو په ورته وخت کې د همدې پوهنتون ځينو نورو محصلينو بيا د پروفيسر جوناتان د څرګندونو ملاتړ او دفاع کړې او دا يې پر ځای خبره بللې ده.

دغه امريکايي پروفيسر په داسې حال کې سناتور جان مکين جنګي مجرم بللی، چې نوموړی له تېرو څو کلونو راهيسې افغانستان کې د جګړې پلوی دی او ټينګار کوي، چې امريکايي ځواکونه بايد له افغانستانه ولاړ نه شي.

د روانې مياشتې په پيل کې د سناتور جان مککين په مشرۍ د امريکايي سناتورانو پنځه کسيز پلاوي اسلام اباد او کابل ته سفر وکړ او د دواړو هېوادونو له چارواکو يې غوښتي، چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د مخالفينو پر ضد ګډ عمليات وکړي.

د افغانستان حکومت دغه طرحه منلې او زیاتوي، چې د امريکايي سناتورانو په منځګړتوب له پاکستان سره د ډيورنډ کرښې په اوږدو عملياتو ته چمتو دي.
په ټوله کې سناتور جان مککين يو جګړه خوښوونکی سناتور بلل کېږي او شونې ده، چې پروفيسر جوناتان ګراوپارټ هم له همدې امله نوموړی جنګي مجرم بللی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x