نظــر

د امريکا «افغان جګړه» او د کرايي جنګياليو طرحه

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

له تېرو څو اوونیو راهیسې، په امريکايي رسنیو کې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو په تړاو بحثونه راپورته شوي. په دې تړاو د بلک واټر کمپنۍ بنسټ اېښودونکي، په «وال سټریټ» ژورنال کې د یوې مقالې او «یکشنبې خبري برایټ‌بارټ»[2] رادیويي پروګرام کې د يوې مرکې له لارې، په افغانستان کې د امریکا د جنګي ستراتيژۍ پر بدلون ټینګار وکړ. د ده په اند، د افغانستان د جګړې یوازېنی حل، د جګړې ډګر ته د کرايي جنګیالیو دننه کول دي. دوې اوونۍ وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو شمېر سلاکارانو او هغه ته نږدې کسانو هم هڅې پيل کړې، چې افغانستان ته د امریکايي پوځیانو پرځای، کرايي جنیګالي ولېږل شي.

دا په داسې حال کې دي، چې د یوناما د وروستي راپور له مخې، روان کال د افغان ملکیانو لپاره تر ټولو خونړی و؛ د تېر ټول کال په پرتله د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۶۳۴ بمي او توغندیز بریدونه شوي دي.[3] د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم، تېره اوونۍ په افغانستان کې له جنګېدونکو څلورو امریکايي پوځیانو څخه په سپینه ماڼۍ کې د يوې ناستې پرمهال، د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه پوښتنې وکړې او ویې ویل: «زه غواړم پوه شم، چې افغانستان کې زموږ شپاړس کلنه جګړه د څه لپاره ده، موږ باید څه وکړو او تاسې باید موږ ته خپل د سترګو لیدلی حال او ارزونه ووايئ»[4].

دا چې زموږ په سیمه کې د کرايي جنګیالیو شالید څه دی؟ په ځانګړي ډول افغانستان کې د امریکا روانه جګړه، په تېرو کلونو کې د کرايي او دولتي جنګیالیو له اړخه څه ډول روانه وه؟ آیا سوداګر ټرمپ به په افغانستان کې د امریکا روانه جګړه خصوصي کړي؟ که هو، نو آیا د خصوصي سکتور کرایه شوي جنګیالي به د امریکا تګلاره بريالۍ کړي؟ دا او دې ته ورته پوښتنې مو دلته ځواب کړې دي.

د جګړې په ډګر کې کرایي جنګیالي

د جګړو په ډګر کې د کرايي جنګیالیو د تاریخ لرغونوالی له دې هم څرګند دی، چې د ټولنیزو علومو او جنګي ستراتيژيو او تاریخ یو شمېر څېړونکي، کرايي جنګیاليتوب د نړۍ هغه دویمه پخوانۍ دنده بولي، چې انسانان پکې پاتې شوي دي.

کرايي جنګیالي هغه چا ته ویل کېږي، چې د پردي هېواد لپاره جګړه کوي، یا هم د جګړې ښکېل اړخ نه وي او جګړه یوازې د شخصي ګټې یا پیسو لپاره کوي. له تاريخي پلوه هم، د ډېرو امپراتوریو او فاتحینو په پوځونو کې، کرايي جنګیالي وو.

په معاصر تاریخ کې د کرايي جنګیالیو تر ټولو غوره نمونه، په هندوستان کې د ختیځ هند کمپنۍ ده، چې پر هند یې تر څو پيړیو پورې حکومت وچلاوه.

د امریکا “افغان جګړه؛ د کرايي او دولتي جنګياليو ترمنځ

دا لومړی ځل نه دی، چې امریکا په افغانستان کې پر کرايي جنګیالیو غور کوي؛ بلکې له دې وړاندې یې هم، په افغانستان کې په خپله ۱۷ کلنه جګړه کې، له کرايي جنګیالیو کار اخیستی دی. په افغانستان کې د امریکا جګړه لومړی د سي آی اې د استخباراتو، ځانګړو ځواکونو او قراردادیانو له‌خوا پرمخ وړل کېده، چې د هوا له لارې امریکايي هوايي ځواکونو او په ځمکه طالب ضد سيمه‌ييزو ځواکونو مرسته ورسره کوله.

دا لومړی ځل هم نه دی، چې د بهرنیانو له‌خوا په افغانستان کې له کرايي جنګیالیو کار اخېستل شوی؛ بلکې د يو شمېر نورو فاتحینو پر لښکرو او پوځیانو سربېره، انګریزانو هم د نولسمې پېړۍ په دوو جګړو کې افغانستان ته د خپلو پوځونو ترڅنګ، د هندوستان کرايي جنګیالي هم راوستي وو.

د طالبانو د نظام له ړنګېدو وروسته، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر په تدریج سره زیات شو، چې بالاخره په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو شمېر خپل اوج ته ورسېد. په افغانستان کې د امریکا تېرې ۱۷ کلنې جګړې ته په کتلو سره ویلای شو، چې دا جګړه یوازې دولتي سرتېرو مخته نه ده وړې؛ بلکې د ۲۰۰۱ کال په پای او د ۲۰۰۲ کال په پیل او بیا تر ۲۰۱۰ کال پورې، کرايي جنګیالیو د افغانستان په جګړه کې برخه لرله. په دې موده کې له ۵۲ تر ۹۰ پورې کورني او بهرني خصوصي امنیتي شرکتونه فعال وو، چې له ۴۰ زره زیات جنګیالي يې لرل.

د ۲۰۱۰ کال په نیمايي کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د یوه فرمان له لارې پر ۵۲ کورنيو او بهرنیو امنیتي شرکتونو بندیز ولګاوه، چې بلک واټر کمپنۍ هم پکې شامله وه[5]. وروسته بلک واټر د «اېکس اي» تر نامه لاندې فعالیتونه کول.

سوداګر ټرمپ او د جګړې خصوصي کول

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د افغانستان پر جګړې او په دې جګړه کې د اوباما پر تګلاره نیوکې کولې؛ خو د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال یې د افغانستان د جګړې په تړاو له نشت سره برابرې څرګندونې وکړې. د ولسمشریزو ټاکنو له ګټلو وروسته یې، که څه هم څو ځله له افغان ولسمشر اشرف غني سره ټېلېفوني خبرې وکړې او د افغانستان په تړاو یې د امریکا د تګلارې روښانه کولو ژمنې وکړې؛ خو د نوموړي له لوړې کولو شپږ میاشتې تېرېږي، چې لا هم د امریکا نوي حکومت د افغانستان په تړاو خپله تګلاره نه ده روښانه کړې. خپله د سپينې ماڼۍ په اند، د ټرمپ د ستراتيژۍ په اعلان کې د ځنډ ستر لامل دا دی، چې دوی هراړخیزې مشورې او فکرونه ارزوي، ترڅو د نوې ستراتيژۍ له لارې افغان جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې، په امریکا کې د افغان جګړې لپاره د حل په توګه، د کرايي جنګیالیو پر لېږلو او د جګړې پر خصوصي کولو ټینګار کېږي. دا غوښتنې تر ډېره د شخصي نظامي کمپنیو د مشرانو او په دې سوداګرۍ کې د ښکېلو کسانو له‌خوا کېږي. په تېره بیا د بلک واټر د بنسټګر «اریک ډي پرینس» او د «داین کورپس» کمپنۍ مشر «سټیو فینبرګ» له‌خوا دا ډول غوښتنې کېږي، چې د ولسمشر ټرمپ د یو شمېر سلاکارانو او په تېره بیا د هغه د زوم «جراډ کوشنر» ملاتړ هم ورسره دی.

په دې تړاو د بلک واټر بنسټګر، په وال سټریټ ژورنال او یو شمېر نورو رسنیو کې مرکې وکړې او د افغانستان د جګړې حل یې د کرايي پوځیانو په لېږلو او د جګړې په خصوصي کولو کې نغښتی وباله. د ده په اند، په سوېلي آسیا کې د ختیځ هند کمپنۍ بېلګه، په دې تړاو تر ټولو بریالۍ وه. د ختیځ هند کمپنۍ پر هندوستان تر څو پېړیو پورې حکومت وکړ. د دې ترڅنګ، د ده په باور د جګړې خصوصي کول او د کرايي پوځیانو لېږل به، د امریکا د جګړې لګښتونه هم راکم کړي. دی وايي، که چېرې جګړه خصوصي شي او افغانستان ته کرايي پوځیان ولېږل شي؛ نو د دوی لګښت به د امریکايي جګړې د اوسنیو لګښتونو له ۱۰ سلنه سره برابر وي. دی، د خپلې ادعا د اثبات لپاره پر افغانستان د امریکايي یرغل لومړی کال وړاندې کوي؛ ځکه د ده په اند په دغه کال په افغانستان کې د کرايي جنګیالیو رول زیات و[6].

اریک ډي پرینس، سټیفن بینن او جراډ کوشنر په پنټاګون کې د امریکا له دفاع وزیر جیمز متیس سره هم، په همدې تړاو لیدلي دي. د امریکايي رسنیو له قوله، جیمز متیس د دوی خبرې اورېدلې؛ خو د خپل لیدلوري په تړاو یې معلومات نه دي ورکړي. داسې برېښي، چې ښايي جیمز متیس له دې طرحې سره مخالف وي.

آیا کرايي جنګیالي به د امریکا تګلاره بریالۍ کړي؟

تر ټولو اساسي پوښتنه دا ده، چې آیا هغه څه چې د امریکا له ۱۰۰ زره زیاتو پوځیانو او له ۱۵ زیاتو جنرالانو ونه کړای شول، څه تضمین شته چې یو څو زره کرايي جنګیالي به یې وکړای شي؟ هغه هم داسې مهال، چې کرايي جنګیاليو او یا هم امنیتي خصوصي شرکتونو، دلته خورا خراب نوم ګټلی او په عراق او افغانستان کې، په یو شمېر خونړیو پېښو او نامسؤوله کړنو کې ښکېل وو.

د بلک واټر بنسټګر د خپلې ادعا د اثبات لپاره د ختیځ هند کمپنۍ استدلال په داسې حال کې کوي، چې دغه کمپنۍ هم په هند کې هومره بریالۍ طرحه نه وه. هغه مهال اساسي لاملونه په هند کې ملوک طوایفي او د مغولي سلطنت کمزورتیا وه. د دې ترڅنګ د ختیځ هند کمپنۍ، هند یو ځل “دیوالي” کړ او بل ځل یې بیا د هندوستان مسلمانان او هندوان اړ کړل، چې د کمپنۍ پرضد د آزادۍ جګړه وکړي. د دوی دا جګړه اوس هم د ۱۸۵۷ کال د آزادۍ د جګړې یا هم د بغاوت د جګړې په نوم یادېږي. د همدغو دوو عواملو له کبله بیا انګلستان اړ شو، چې هندوستان د ملکې تر تاج لاندې راولي او په هندوستان کې نور د کمپنۍ حکومت ته د پای ټکی کېږدي.

د کرايي جنګیالیو راتګ او طرحه به، په ښکاره یوازې هغه چاته ګټه ورسوي، چې په دې شخصي سوداګرۍ کې ښکېل دي؛ خو دا طرحه هېڅکله نه شي کولی، چې په لنډ وخت کې د امریکا تېره ۱۷ کلنه جګړه په بریالیتوب واړوي.

[1]  د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز (CSRS) يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

[2] Breitbart News Sunday.

[3] Washington Post, >US Air Strikes in Afghanistan are at levels not seen since Obama troop surge<, 17 July 2017, see it online: https://www.washingtonpost.com/news/checkpoint/wp/2017/07/17/u-s-airstrikes-in-afghanistan-are-at-levels-not-seen-since-obama-troop-surge/

 [4]نړۍ نیوز، «ټرمپ په افغانستان کې د امریکا پر پوځي حضور نیوکې کړې»، ۱۹ جولای ۲۰۱۷، پرلیکه بڼه:  http://naraynews.com/?p=9077

[5] دویچه ويله، «حکومت افغانستان: برنامۀ انحلال هشت شرکت امنیتي موفقانه انجام شد»، ۳ اکتوبر ۲۰۱۰، آنلاین:

http://www.dw.com/fa-af/a-6070827

[6] د بلک واټر د بنسټګر د بشپړې مرکې لوستلو لپاره، لاندې لينک پرانيزئ:

http://www.breitbart.com/national-security/2017/06/12/blackwater-founder-erik-prince-recommends-cheaper-lighter-afghanistan-approach/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د امریکا او ناټو اوسنی فوځ هم کرایی دی، هغو هیوادو کی چه دوی مستقیم تصرف او تسلط ورباندی لری د هغو هیوادو د ګوتو په شمار ( یو سلنه ) خلک یی بیلونر او د هغو هیوادو سیاسی او نظامی قدرت یی تر لاسه کړی او د هغو هیوادو نهه نوی سلنه خلک یی د فقر او پوهی له کچی هم (د زر زور او تزویر او بلاخره قانونی ) ښکته کړی په دی واسطه د هغوی غریبان د ژوندی پاتی کیدو د پاره ددوی عسکری او امنیتی لیکو ته په کمو معاشو دا وو طلبانه حاضریږی یعنی د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x