نړۍ

د پېښور له لارې ناټو ته د اکمالاتو په رسولو لګېدلی بندیز ختم شو

نن ټکی آسیا: د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له لورې د خیبرپښتونخوا د مرکز پېښور له لارې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته، له تېرو درو میاشتو راهیسې داکمالاتو په رسولو لګېدلی بندیز بالاخره لیرې شو.

دتحریک انصاف ګوند له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ، دا چې د ګوند د مشرتابه او قبایلي سېمو د اوسېدونکو له زیاتو هلوځلو وروسته د امریکا د هوايي بریدونو په خلاف د تېر کال په ستمبر میاشت کې له یو لړ احتیاجونو وروسته دا لاره د اکمالاتي کاروانونو پر مخ وتړله شوه، نن یې بېرته د خلاصون اعلان کوو.

د دغه ګوند د مطبوعاتي دفتر په اعلامیه کې اکمالاتي کاروانونو ته د اجازې علت پر قبایلي سېمو د امریکا د هوايي بریدونو کمښت او په دې باب د امریکايي چارواکو په دریځ کې نرمښت په ګوته شوی.

اعلامیه ادعا کوي، چې امریکا بالاخره د دوی د فشارونو او احتیجاجونو په پایله کې دې ته غاړه کېښوده، څو د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې کموالی راولي.

د اعلامیې په وینا، د دوی ګوند په خپل احتیجاج کې بریالی شوی او امریکا یې دې ته اړ ایستله، څو د هوایي بریدونو په اړوند پالیسۍ کې بدلون راولي.

د یادونې وړ ده چې د تحریک انصاف ګوند له لورې د همدې پیل شوي احتیجاج او د اکمالاتي لارو د بندولو سره – سره بیا هم پر قبایلي سېمو د امریکا د بې پېلوټو الوتکو خونړي بریدونو ادامه لرله ، چې د ساري په توګه یې د پاکستاني طالبانو پر مشر ملا حکیم الله مسعود برید یادولای شو، چې د پاکستاني ولس سربېره د دغه هېواد چارواکو هم پرې خواشینې وښودله او آن ځينې خو دا برید پر نوموړي نه؛ بلکي د پاکستان پر سولې د امریکا له لورې شوی برید وباله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x