دیني، سیرت او تاریخ

آسانه نېکيانې (دريمه برخه)

ليکوال : دکتور کفايت الله وردګ

د الله جل جلاله رضا

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : إِنَ اللهَ لَيَرْضَى عَنِ الْعَبْدِ أَنْ يَأكُلَ الْأَكْلَةَ فَيَحْمِدَه عَلَيْهَا أَوْ يَشْرِبَ الشَّرْبَةَ فَيَحْمِدَه عَلَيْهَا . صحيح مسلم

ترجمه : بېشکه الله جل جلاله د بنده څخه رضا کيږي چې يو خوراک وکوي او بيا په هغه سره د الله جل جلاله حمد ووايي او يا څه و څښي او بيا په هغه سره د الله جل جلاله حمد ووايي .

غوره ذکر

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : غوره ذکر لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ دى . حسنه الالباني

له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وشوه: آيا دا نيکي ده چې څوک وايي لَاْ إِلَهَ إِ لَّا اللهُ ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : هو هغه غوره نيکي ده . حديث حسن

د ايمان غوره برخه

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : ايمان څو او يا او يا څو شپېته شعبې دى په هغوى کې غوره دا ويل دي : لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ. صحيح مسلم

د دوزخ له اور نه نجات

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : بېشکه ماته يوه کلمه معلومه ده هېڅ کوم بنده يې له زړه نه په رښتيا نه وايي چې بيا په هغه باندې مړ شي مګر الله جل جلاله يې په اور باندې حراموي (هغه به بيا دوزخ ته نه ځي) : لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ. صححه الالباني

جنت ته د ننوتلو لاره

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : د چا چې په دنيا کې آخره خبره لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ وي (تر مرګ وړاندې لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ ووايي او بيا نورې خبرې ونه کوي وفات شي) هغه به جنت ته ننوزي. حديث صحيح

نکته: ددې امله هغه کس چې ځانکدن يې وي خلک به د هغه په خوا کې لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ وايي ترڅو يې هغه هم ووايي او کله يې چې وويله نو ترې چُپ به شي د بيا بيا ورباندې د تکرار کولو کوښښ د نه کوي لکن که هغه نورې خبرې وکولې بيا به ورسره ناست خلک کوښښ وکوي چې دا کلمه د هغه په ژبه باندې راولي ترڅو يې آخري خبره همدا پاتې شي (ددې حالت پوره تفصيل ، مسائل او احکام زمونږ په ځانګړي کتاب (ځانکدن) کې تېر شوي دي.

بهترين عمل

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : چاچې وويل : لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ وَحْدَه لَا شَرِيْكَ لَه ، لَه المُلْكُ وَلَه الحَمْدُ ، وَهُوَ عَلى كُلِّ شَيءٍ قَدِيْر

(نشته په حقه د عبادت لا ئق مګر يوازې الله جل جلاله دى هغه يو دى شريک نه لري ، ده لره بادشاهي ده او ده لره حمد او ثناء ده ، او هغه په هرڅه باندې قادر دى) په ورځ کې سل ځله (ئې وويل) هغه له به په برابري د لسو غاړو د ازادولو ثواب وي ، سل نيکي به ورته وليکل شي ، سل بدي به ترېنه لرې کړل شي ، او پدې ورځ کې به تر ماښام پورې دى له شيطان څخه په يو حفاظت کې وي او د قيامت په ورځ به لده نه څوک ښه عمل را نه وړي مګر هغه کس چې همدا يې تر ده زيات ويلي وي . صحيح البخاري

بې جوړې عمل

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : چا چې په سحر کې وويل : لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ وَحْدَه لَا شَرِيْكَ لَه ، لَه المُلْكُ وَلَه الحَمْدُ ، يُحُيِيْ وَيُمِيْتُ, وَهُوَ عَلى كُلِّ شَيءٍ قَدِيْر (نشته په حقه د عبادت لا ئق مګر يوازې الله جل جلاله دى هغه يو دى شريک نه لري ، ده لره بادشاهي ده او ده لره حمد او ثناء ده ،هغه ژوندي کول او مړه کول کوي او هغه په هرڅه باندې قادر دى) لس ځله (ئې وويل) الله جل جلاله به په هر ځل ويلو باندې ورته لس نيکي وليکي ، لس ګناهونه به ترې لرې کړي ، او لس درجې به ورته لوړې کړي او دومره ثواب به ورکړل شي لکه لس غلامان يې چې ازاد کړې وي او دده ساتونکى به وي د ورځې د اول نه تر آخر پورې او ټوله ورځ به داسې عمل ونه کوي چې لدې نه زورور وي او که يې په بيګاه کې وويل نو په همدې ډول (تر سحر پورې) . صححه الالباني

د څلورو غلامانو د ازادولو ثواب

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : چا چې لَاْ إِلَهَ إِ لَاْ اللهُ وَحْدَه لَا شَرِيْكَ لَه ، لَه المُلْكُ وَلَه الحَمْدُ ، وَهُوَ عَلى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْر. صحيح مسلم

(نشته په حقه د عبادت لا ئق مګر يوازې الله جل جلاله دى هغه يو دى شريک نه لري ، ده لره بادشاهي ده او ده لره حمد او ثناء ده ، او هغه په هرڅه باندې قادر دى)

لس ځله وويل داسې ده لکه د حضرت اسمعيل عليه السلام د اولادې نه يې چې څلور کسان (غلامان) ازاد کړي وي .

د رسول الله صلی الله عليه و سلم د شفاعت ډېر بختور

حضرت ابو هريره رضی الله عنه فرمايي : ما وويل يا رسول الله صلی الله علیه وسلم: د قيامت په ورځ به ستا په شفاعت باندې څوک ډېر بختور وي (چې ستا شفاعت ورته ورسيږي) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : زما دا ګمان وو اې ابا هريره چې ددې خبرې پوښتنه به لتا نه وړاندې لما ځنې څوک ونه کوي ځکه چې ما ستا حرص د احاديثو په اړه ليدلى وو د قيامت په ورځ زما په شفاعت باندې ډېر بختور انسان به هر هغه څوک چې وي چې د زړه نه يې لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ ويلي وي . صحيح البخاري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x