
نعتیه کلام
محمد نعیم افغانزوي
ستا په حسن بې حسابه نغمې کاږم
یــو تــر بـلــه لاجــوابــه نغمې کاږم
د خپل ژوند تر خاتمې مې دا هدف دی
ستا په نوم به اې جنابه نغمې کاږم
ته عنوان یې ته موضوع یې دخوږ شعر
ځکه زه هم له کتــابه نــغـمې کاږم
ستا د مخ نورانیت ته چې عاجز دی
له دې لمر له دې آفتـابه نغمې کاږم
زما کمال نه دی احسان دې په ځان بولم
شکــر شکــر له ثـوابه نــغمې کاږم
توري شپې دي دوخت وړې دي سحَره
شخصیت ته دې مهتابه نغمې کاږم
ستا صفت په څو لفظو کې ممکن نه دی
ســم له بحــره له دریابه نغمې کاږم
په خوږ نوم دې تل ګلان نغمه سرا وي
افغــانـــزوي دې له ګلابـــه نغمې کاږم
ګرانه أفغانزویه!
شعری سلیقه او دالفاطو سره پییل دی خورا په زړه پوری دی.ده برکت سی.