دیني، سیرت او تاریخ

دشیطان پېژند ګلوي (اومه برخه)

لیکوال : دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : په تېرو برخو کې د شیطان د خلقت په اړه او پدې اړه بحث شوی وو چې شیطان د انسان ازلي دښمن دی او هېڅکله په هېڅ صورت کې د ا نسان دوست او خیر خواه نشي کېدلی اوس به په شلو صورتونو کې دا خبره ښکاره کړو چې شیطان له انسان سره دښمني څنګه کوي؟

د شیطان د دښمني صورتونه

لمړی صورت

د شیطان د دښمني لپاره همدا بس ده چې ده خپله قسم کړی دی چې دی به انسان ته په سمه لاره کې کيني او هغه ته به له هرې خوا نه ورځي ترڅو هغه له سمې لارې نه بلې خو اته وګرځوي او ده په خپله دا عزم کړی دی او الله جل جلاله ته یې ویلي دي چې ډیر کم کسان به داسې پیدا شي چې د الله جل جلاله د نعمتونو شکر وباسي الله جل جلاله یې هغه واقعه مونږ ته را نقل کوي چې ده ویل : قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ 16 ثُمَّ لَآَتِيَنَّهُمْ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ 17. سورة الاعراف

ترجمه : وويل (ابليس) نو قسم دى په ګمراه کولو ستا ما لره (په سبب د آدم)چې خامخا به کينم زه دوى ته (يعنى انسانانو ته د ښويولو ﻻمله (له وجى) په ﻻره ستا(اسلام) کې چې سمه صافه ده . بيا خامخا راځم زه دوى ته (په هر وخت) له وړاندې د دوى او له وروسته د دوى او له ښيو (طرفو) د دوى او له کيڼو (طرفو) د دوى او نه به مومې ته اکثر د دوى شکر ايستونکي(مؤمنان).

نو چې مونږ اوس ګورو د ډېرو خلکو همدا حال دی چې شیطان له حق نه بلې خوا ته نه یوازې اړولي دي بلکه د هغه باطلې لیارې لپاره یې داعیان جوړ کړي دی او نور خلک هغه غلطې لارې ته ورغواړي .

دوهم صورت

ددې لپاره چې یو انسان د شیطان دښمني و پېژني دا هم بس ده چې هغه زمونږ پلار او مور حضرت آدم او حواء علیهما السلام ته هر ډول چل او مکر جوړ کړو او هغوی ته یې پداسې حالت کې په درواغو قسم وکولو چې دوی ددې تصور هم نشوای کولی چې د الله جل جلاله په نوم به هم څوک د درواغو قسم کوي تردې پورې چې حضرت آدم او حواء علیهما السلام یې دوکه کړل او له جنت نه یې را ښکته کړل الله جل جلاله هغه واقعه مونږ ته نقل کوي او فرمايي : سورة الاعراف آیة ۱۹ نه تر ۲۲ پورې

ترجمه : او (وویل الله جل جلاله ) اې آدمه اوسه ته او (اوسي دې) ښځه ستا (حوا) په جنت کې نو خورئ تاسې دواړه له هر ځایه (اوهرشي ځنې) چې خوښه مو وشي او مه نژدې کیږئ تاسې دواړه دې ونې ته (په قصد د خوراک او که له دې جنسه وخورئ) نو شئ به تاسې دواړه له ظالمانو (په خپلو ځانونو) نو وسوسه واچوله دوی دواړو ته شیطان د پاره د دې چې ښکاره کړي دوی دواړو ته هغه چې پټ کړل شوي دي له دې دواړو ځنې له غلیظه وو عورتونو د دوی او وویل (ابلیس دوی ته) نه یئ منع کړي تاسې رب ستاسې له (خوراک) د دې ونې ځنې مګر له دې جهته چې نه شئ تاسې د واړه پرښتې (په مرتبه یا په ښائست یا په بې پروائي له خوراکه) یا چې نشئ تاسې له تل پاتې کېدونکو (په جنت کې) او سخت قسم یې وکړ دوی ته (په نامه د الله جل جلاله ) چې بېشکه زه تاسې دواړو ته خامخا له (دوستانو) نصیحت کوونکو څخه یم پس را کوز کړل (ابلیس) دوی دواړه (له عالي مرتبې نه ښکته مرتبې ته او مائل يې کړل خوراک ته له هغې ونې ) په فریب (او په وسوسه په دې دروغ قسم سره) نو کله چې و څکله دغو (دواړو میوه د دغې ممنوعې ) ونې نښلولې دوی پر عورتونو خپلو له پاڼو (د ونو) د جنت څخه (چې پټ کړي ځان خپل) او غږ وکړ دوی ته رب د دوی (داسې) چې آیا ما نه وئ منع کړي تاسې له (خوراکه د) دغې ونې څخه ا و (نه وو) ویلي ما تاسې ته (چې پام وکړئ پوه شئ) چې بېشکه شیطان تاسې دواړو ته دښمن دی ښکاره (بلکه منع کړی مو وئ او ویلي مو وو تاسې ته!) .

دریم صورت

شیطان انسان ته کفر ښايسته کوي ورته وايی په کفر کې ښه ژوند دی ، ښه تنخوا ده پکې ، د ژوند سهولتونه دي ، کفر د امن مذهب دي ، په اسلام کې تکلیفونه دي او داسې نور دا ټولې خبرې انسان ته شيطان د خپلې دښمني پاللو په سلسله کې کوي او کله چې انسان کفر خوښ کړي بیا شیطان ورسره هېڅ هم نشي کولی او په نتیجه کې یې یوازې او یوازې هلاکت وی الله جل جلاله مونږ د شیطان لدې فریب نه خبروي او فرمايي : سورة الحشر آیة ۱۶ او ۱۷

ترجمه : (مثال د منافقانو په مخالفت د وعدې کې) لکه مثل (قصه) د شیطان داسې ده کله چې وائي انسان ته چې کافر شه نو کله چې (انسان) کافر شي وائي (شیطان) زه بېزاره جلا یم له تا څخه بېشکه زه وېرېږم له الله جل جلاله چې رب د ټولو عالمیانو دی پس دی عاقبت انجام د دواړو (ګمراه کوونکي او ګمراه شوي) داسې چې بېشکه هغوی دواړه به وي په اور (د دوزخ) کې تل به اوسیږي دوی (دواړه) په هغه (اور د دوزخ) کې او هم دا (خلود د اور د دوزخ جزاء د ظالمانو (کافرانو) ده .

په اوس وخت کې په لکونو داسې خلک دي چې د ښه ژوندون په لټه کې له ایمان څخه خلاصیږي او په لکونو داسې دي چې د ښه ژوند په لټه کې په ګناهونو آخته کیږي دا خلک دا هرڅه پخپله نه کوي بلکه دا هرڅه ورته شیطان ښاېسته کړي دي او هغه دوی ته خیرخواه نه دی بلکه له دوی سره خپله دښمني پالي .

څلورم صورت

د شیطان د دښمني څلورم صورت دادی چې هغه کسان چې له انسانانو څخه دده متابعت وکوي د قیامت په ورځ به هغوی ته داسې خبرې کوي چې دا متابعت کوونکي له خپله ځانه و شرمیږی او هغوی ته به خجالت ورکوي او ورته وايي به چې تاسې په ما ولې ملامتي کوئ ما خو صرف تاسې یو غلط کار ته را وغوښتلئ تاسې زما خبره ومنله نه به مو منله الله جل جلاله د هغه وخت حالت مونږ ته مخکې له واقع کېدلو څخه واضح کوي فرمايي : سورة ابراهیم ایة ۲۲

ترجمه : او وبه وايي شیطان کله چې فیصله شي امر (د حساب په قیامت کې) بېشکه چې الله جل جلاله وعده کړې وه له تاسې سره (په دنیا کې) وعده د حق (چې بیا را پورته کېدل دي ، دوزخ دی او نعمتونه دي) او وعده کړې وه ما له تاسې سره بیا نو خلاف مې وکړ له تاسې سره (په وعده کې لکه چې اوس در ښکاره شو) ، او نه وو ماته پر تاسې هېڅ حکومت ( او غلبه) مګر دا قدر چې وبللئ ما تاسې (ګمراهي ته) نو قبول کړو تاسې (په تشو غولولو سره) دعوت زما ، نو مه ملامتوئ تاسو ما او ملامت کړئ نفسونه (ځانونه) خپل نه یم زه اوس فریاد رس (له عذابه خلاصوونکی) ستاسې او نه یئ تاسې فریاد رس (له عذابه خلاصوونکي) زما ، بېشکه زه کافر (منکر بېزاره یم) له هغه اشراکه د تاسې ما لره (له الله جل جلاله سره په طاعت کې) پخوا (له دې نه په دنیا کې) ، (نو فرمائي الله جل جلاله ) بېشکه چې ظالمان شته دوی ته عذاب ډېر دردناک .

معنی دا چې شیطان به د قیامت په ورځ ا نسان ته وایي چې زما خبره به د نه منله څه زور خو می نه وو درباندې کړی ما خو صرف دې لارې ته را وغوښتې تا ومنله اوس د چې عاقبت خراب شو اوس ما مه ملاتوه خپل ځان د ملامت کړه .

پنځم صورت

دا پداسې توګه انسان ته راځي چې انسان یې په راتلو باندې نه پوهيږی او له ذکر او عبادت نه یې مصروف کوي او له هغه شي نه یې مصروف کوي چې ده ته په آخرت کې په ښه ورځي او هغه ورڅخه هېر کړي او پداسې توګه یې په عبثیاتو کې آخته کړي چې د انسان بالکل دېته فکر نه کيږي چې دا زما فکر شیطان واړولو الله جل جلاله فرمايي : وَإِمَّا يُنْسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلَا تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (۶۸) سورة الانعام

ترجمه : او که هېر کړ له تا نه (دا اعراض او څنګ کول) شیطان نو مه کښېنه وروسته له یادېدلو (د دې منعې) سره له قوم ظالمانو.

تاسې پام کړی دی کله شیطان په ناګهانه ډول په مجلس کې د چا نوم را یاد کړي او بیا حاضرین شروع شي د هغه سړي عزت پایمال کوي ، غیبت یې کوي او خبرې ورپسې کوي چې دا ټول ګناه ده او هېڅوک دا پام نه کوم چې دا کس ولې او څنګه یاد کړل شو؟ دا شیطان له حاضرو خلکو سره خپله دښمني پالي او دوی یې د نېکو خبرو او د الله تعالی له ذکر نه د ګناه او غیبت په خبرو مصروف کړل .

شپږم صورت

د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې هغه ځینې انسانان په خپله یوه طائفه سره مس کوي بیا د انسان زړه داسې ړوند شي چې هېڅ حق ورته نه ښکاره کیږي ، او هېڅ سمه لاره ورته نه ښکاره کیږي او له هر ډول حق نه بیا ړوند شي الله جل جلاله د مونږ وساتي د اکثرو خلکو اوس دا حال دی چې حق ويني نو نه یې طرفداري کوي او نه ورته حق ښکاره کیږي او چېرته چې باطل ویني نو ده ته هغه ددې قابل ښکاره کیږی چې متابعت يې وکوي او مرسته یې وکوي دا ددې امله چې شيطان د دوی زړونه داسې مسخر کړي وي چې حق ورته حق نه ښکاره کیږي .

په اوس وخت کې څومره خلک داسې دي چې حق ویني خو حق ورته حق نه ښکاره کیږي او ددې وخت هم ورسره نشته چې پدې اړه فکر وکوي چې حق څوک او باطل څوک ؟ او شیطان دې انسانانو ته ددې اجازه هم نه ورکوي چې فکر وکوي ترڅو حق و پېژني .

اوم صورت

د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې کله هغه په انسان کومه ګناه کوي هغه ورته ګناه نه ښکاره کوي بلکه هغه ورته داسې ښائسته کړي چې بالکل ورته څه غلط کار نه ښکاره کیږی نو پدې سلسله کې انسان د عبادت ، ذکر او سمې لارې څخه په فریب باندې بې لارې کړي او په هغه ګناه کې يې آخته کړي چې ده ته یې په نظر کې ور ښائسته کړې وي الله جل جلاله په قرآن کریم کې د حضرت سلیمان علیه السلام په واقعه کې د هُد هُد قول را نقل کوي چې هغه ویل : وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ (۲۴) . سورة النمل
ترجمه : او ښاېسته کړي دي دوی ته شیطان عملونه د دوی پس منع کړې دي (شیطان) دوی له سمې صافې لارې پس دوی نه مومي سمه صافه لیاره .

په اوس وخت کې څومره خلکو ته ګناه ښايسته شوې ده، څومره خلک د ګناه په لور روان دي او هغه ورته یو نېک کار ښکاره کیږي ، څومره خلک دي چې د ګناه په صف کې وي او همدا کار ورته د فخر قابل ښکاره کیږي …. بس څه ووایو خو وبه وایو چې اعوذ با لله من الشیطان الرجیم ….

نور بیا ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x