
ننګرهار ته ډالۍ
غزل / تسل منيب
هر خواته لوخـړې دي بمبـــار دی
بيا په وينـو سور د ګلو هـار دی
دا زخـمي زخمـی بدن سوری سوری
دا شهید شهید ټټر ښکلی ننګرهار دی
بیا د اسمان څنډې له غم سرې ښکاري
بيا په فضاء خپـور د غم غبار دی
هره خور د خپل ورور په لټون کې ده
هرې مـور نه ورک د زړه قرار دی
هر خوا د خزان سپـیرې سيلۍ لګي
مونږ نه مرور پسرلی او هم بهار دی
ټول سر کرده خلک ده دې چـــم تللي
پاتې هر مفسـد او هر غدار دی
نن د منيب زړه ډير را ډک شوی دی
نن يې په زړګی د غـم امبار دی