نظــر

لوى، خو د سترګو پټ جومات …

د کندهار عيدګاه جومات، چې د طالبانو د حکومت پر مهال په ١٣٧٦ لمريز کال کې يې د جوړېدو چارې پيل سوې، د حضرت عمر بن خطاب د جامع د سرنوشت سره مخ ده.

عيدګاه جومات د کندهار ښار د نهمې ناحيې اړوند د کندهار پوهنتون سره په څنګ کې په ١٣٥ جريبه ځمکه کې د دوه سوه زره نارينه او پنځوس زره ښځينه لمونځ کوونکو لپاره ظرفيت لري، خو د ګنبدي په دننه کې بيا ٦٠٠ کسان په يوه وخت لمونځ کولاى.

په ددغه لوى جومات د ګنبدي چارې که څه هم په ١٣٧٨ کال کې بشپړې سوې، خو د جومات د منارې، د غسل خانو، اودس تازه کولو او نورو چارو په برخه کې د ١٤ کلونو په تېرېدو سره هيڅ پاملرنه نه ده سوې او چارې نيمه پاتې دي.

د عيدګاه، جومات، چې د کندهار اوسېدونکي پکې د اخترونو لمونځونه ادا کوي، په يوه برخه کې يې اوس لوبې او په بلې برخې کې يې بيا د ترافيکو رياست مامورين د موټرچلوونکو څخه ازموينه اخلي او يا هم پکښې هغه موټرونه دروي، چې غير قانوني کړنې يې ترسره کړي وي.

ددغه جومات د احاطې په برخه کې ٧ زره نيالګي کښېنول سوي وه، خو اوس شمېر لسګونو ته رسېږي، چې د اوبو د نشت، نه پاملرنې او د کثافاتو له امله يې وچ سوي دي.

ويل کېږي، چې ددغه جومات د نيمګړو چارو د بشپړولو لپاره يوازې ١٦ سوه زره افغانيو ته اړتيا ده، چې د د جومات د رنګ، د کلکينانو، دروازو، ټاورنونو او د اوبو او برېښنا سيسټم پرې جوړ سي، خو هيڅوک يې نه ورکوي.

دلته هره ورځ دومره پيسې د چارواکو تر منځ د فساد او درغليو ښکار ګرځي، د ملي سوداګرو څخه د نورو بې ځايه کارونو لپاره اخيستل کېږي، د بهرنيانو لخوا ورکول کېږي، خو ددغه جومات جوړېدو ته د هيچا پام نه دى، چې د محصلينو تر څنګ د اختر د لمونځونو لپاره چمتو سي.

(( خپله چوپتيا مو سزا در کوي، کندهاريانو !!! ))

صدیق الله افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x