دیني، سیرت او تاریخ

دشیطان پېژند ګلوي (آتمه برخه)

لیکوال : دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : په تېرو برخو کې د شیطان د خلقت په اړه او پدې اړه بحث شوی وو چې شیطان د انسان ازلي دښمن دی او هېڅکله په هېڅ صورت کې د ا نسان دوست او خیر خواه نشي کېدلی په تېره برخه کې مو د شیطان د دښمني اوه صورتونه یاد کړي وو او د هغې په دوام …

آتم صورت

د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې دی انسانان ډاروي او بیا ورنه د هغې ډار په نتیجه کې د خپلې خوښې کار اخلي د مثال په ډول د هغه په زړه کې له فقر نه وېره ور اچوي ترڅو وډار شي او هغه مال چې له ده سره وي هغه مصرف نه کړي ، خیرات ترې و نه کوي ، د خیر په کارونو کې یې نفقه نه کړي الله جل جلاله فرمايي : الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَاءِ وَاللَّهُ يَعِدُكُمْ مَغْفِرَةً مِنْهُ وَفَضْلًا وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (۲۲۸) سورة البقرة

ترجمه : شیطان وعده ورکوي تاسې ته د خواري (او ډاروي مو چې خوار به شئ!) او حکم کوي تاسې ته په (کولو د) ناوړو (غلطو) کارونو (لکه بخل) او الله جل جلاله وعده کوي تاسې ته د مغفرت (د ګناهونو) له خپله (لوري) او د فضل (د انفاق په بدل کې) او الله جل جلاله پراخ دی (رحمت ، فضل او احسان د ده) ښه عالم دی (پر ټولو احوالو) .

نهم صورت

د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې هغه هر وخت کوښښ کوي چې د خلکو په مینځ کې دښمني جوړه کړي او د هغوی په مینځ کې شر خپور کړي الله جل جلاله فرمايي : وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوًّا مُبِينًا (۵۳) سورة الاسراء

ترجمه : او ووایه (اې محمده!) بندګانو زما ته چې وائي دې (مشرکانو ته) هغه خبرې چې هغه ډېرې غوره دي ، بېشکه چې شیطان دښمني اچوي (او شر پورته کوي) په مینځ د دوی کې ، بېشکه چې شیطان دی د پاره د انسان دښمن ښکاره .

لسم صورت

د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې هغه کسان چې دده سره نیږدې شوي وي او دده له دوستانو څخه وي هغه په خپل فرضي قوت سره ډاروي چې په حقیقت کې ده ته الله جل جلاله هېڅ قوت او زور نه دی ورکړی نه چا ته څه ډول فایده رسولی شي او نه څه قسم نقصان الله جل جلاله مونږ ته فرمایلي دي چې هېڅ قسم قدرت او طاقت نه لري تاسې له هغه نه ما ډارېږئ الله جل جلاله فرمايي : إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءَهُ فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (۱۵۷) سورة آل عمران

ترجمه : بېشکه دا سړی شیطان دی چې وېروي تاسې (اې مؤمنانو) له دوستانو خپلو (چې کفار دي نو مه ویریږئ له کفارو! او وویریږئ زما (د احکامو له ترک) څخه ! که یئ تاسې مؤمنان (په حق سره) .

یولسم صورت

د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې دی انسانان بې لارې کوي ، په ګناه یې اړوي ، له سمې لارې یې چپوي ، کافر او مشرک کوي يې د څه لپاره؟ صرف ددې لپاره چې په آخرت کې اور ته لاړ شي او دی داسې هم نه دی چې ځينې خلک دده ډېره تابعداري وکوي نو هغه به دده خوښ وي هغه یې هم نه وي خوښ د هغوی لپاره هم څه د خیر فکر نه لري بلکه خپل دوستان هم دېته ور غواړي چې اور ته لاړ شي الله جل جلاله فرمايی : إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ (۶) سورة فاطر

ترجمه : بېشکه چې شیطان تاسې ته دښمن دی پس تاسې هم ونیسئ دی (خپل) دښمن بېشکه هم دا خبره ده چې بولي شیطان ډله خپله (ځای د هلاک ته) د پاره د دې چې شي دوی له ملګرو د دوزخ (په آخرت کې) .

دولسم صورت

د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې دده یوازې د انسان د آخرت سره هم کار نشته بلکه په دنیا کې هم انسان ته د تاوان ورکولو کوښښ کوي ، په هر کار کې کوښښ کوي چې انسان بد بخت کړي ځکه یو داسې دښمن دی چې هېڅ وخت یې له انسان سره په دښمني کې څه ډول کمښت نه راځي بلکه هر وخت یې چې وس ورسيږي انسان ته تاوان ورکوي دا خو د الله جل جلاله شکر چې ده ته یې کوم قوت او طاقت نه دی ورکړی یوازې دا یې په وس کې ده چې انسان ته وسوسه ور واچوي او دا کار دی هر وخت کوي حتی چې په ډېرو وسوسو سره د انسان دماغ ور خرابوي چې په نتیجه کې یې د انسان دنیوي روزمره ژوند هم متاثر کیږي او همدارنګه انسان ته د بدنی او مالی تاوان ورکولو کوښښ کوي یو څو نمونې یې ستاسې په وړاندې اېږدم .

الف : رسول الله صلی الله علیه و سلم ته د تکلیف ورکولو کوښښ

په ځینې روایاتو کې راځي چې شیطان له رسول الله صلی الله علیه و سلم سره مخامخ شوی وو او ددې کوښښ یې کاوه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم د اور په لمبه سره وولي او هغه د رسول الله صلی الله علیه و سلم مخ ته ور وغورځوي لکن رسول الله صلی الله علیه و سلم ته الله جل جلاله دده لعین له ضرر نه نجات ورکړی وو او الله جل جلاله یې حفاظت کړی وو .

ب : بد خوبونه

د شیطان په وس کې دا هم شته چې انسان ته ځینې داسې خوبونه ور وویني چې له امله یې انسان غمجن شي ، په فکر کې شي چې ددې خوب به مې څه معنی وي پدې سره انسان خسته شي او په ډول ډول فکرونو کې آخته شی چې په نتیجه کې یې انسان ته تکلیف ورسیږي ددې امله رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی دي چې یو انسان چې خوب ویني نو هغه په دری ډوله وي :

1. یو هغه خوب دی چې د رحمن ذات له لوري وي .

2. بل هغه خفه کونکی خوب دی چې د شیطان له اړخه وي .

3. بل د انسان د نفس خبرې .

رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی : إذا رأى أحدكم الرؤيا يحبها، فإنما هي من الله، فليحمد الله عليها، وليحدث بها، وإذا رأى غير ذلك مما يكره، فإنما هي من الشيطان، فليستعذ بالله، ولا يذكرها لأحد، فإنها لا تضره. صحیح البخاري

ترجمه : کله چې په تاسې کې چا داسې خوب ولیدلو چې دده خوښېدو نو دا د الله جل جلاله له لوري دی په هغه سره د د الله جل جلاله حمد اداء کړي او (چاته یې چې زړه غواړي هغه ته د) ددې خوب قصه وکوي او که داسې څه شی یې ددې نه بغیر ولیدل چې دده نه وو خوښ نو دا خوب یې له شیطان څخه دی نو اعوذ بالله د ووایی او دا خوب د هېچا ته نه وایی ځکه دا ده ته ضرر نشي رسولی.

ج. کورونه سوزول

شیطان کله کله د خلکو کورونو ته اور هم اچوي اګر که ده ته خپله دومره وس نه دی ورکړل شوی چې دا کار وکوي لکن دی د ځینو حیواناتو د هڅولو نه دا کار اخلي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : إذا نمتم فأطفئوا سرجكم، فإن الشيطان يدل مثل هذه الفأرة على هذا السراج فيحرقكم . رواه ابن حبان

ترجمه : کله چې تاسې ویده کېدلی نو چراغونه ګل کوئ ځکه شیطان ښوونه کوي په مثل ددې موږک ته د چراغ پس هغه تاسې سوزوي (یعنی موږک شیطان دېته هڅوي چې ستاسې چراغ په کوم شی ور چپه کړي او يا په چراغ باندې کوم شی ور واچوي چې له امله یې اور بل شي او تاسې ته ځاني او يا مالي تاوان ورسیږي همدا د شیطان خوشحالي ده) نو ددې امله کله چې یو دم په کوم ځای کې اور بل شي نو لرې نه ده چې دا اور د شیطان بل کړی وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x