افغانستان

فراه : د شېبکوه ولسوال وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۶):د فراه ولايت د شېبکوه ولسوالۍ ولسوال عبدالرحيم حيدري په يوه چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی.

پېښه نن مازديګر مهال د يادي ولسوالۍ د ورجو په سيمه کې رامنځته شوې.

د فراه ولايت چارواکي د بريد پخلی کوي او زياتوي چې نوموړی له پنځو ساتونکو سره يو ځای په بمي بريد کې وژل شوی.

د بريد مسؤليت طالبانو په غاړه اخيستي.

د شېبکوه ولسوال داسي مهال وژل کيږي چې څو ورځي وړاندي د همدې ولايت پشتکوه ولسوالي په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته لوېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x