نړۍ

دي ګارډين: هسپانيه يهودو ته ښه راغلاست وايي. د مسلمانانو برخلیک به څنګه شي

له لندنه د خپريدونکې ورځپاڼې “دي ګارډين” يوې اسپانوۍ ليکوالې “اشیفا کاسام” ليکلي چې هسپانيه هغو یهودو ته ښه راغلاست وايي چې، مشران يې د څوارلمسې مسیحي پيړۍ په پاي کې له هسپانيې ويستل شوي وو.

دغه ليکواله وايي چې، دې اعلان سره د نړۍ يهودو کې ډېره خوښي خپره شوې،چې ټول ټال شمېر يې درې نيم مليونه ته رسي؛ مګر  دهغو مسلمانانو په اړه بايد څه وشي، چې نيکونه يې د څوارلسمې پيړۍ په پيل کې له هسپانيې شړل شوي وو.

لیکواله په تېر تاريخ نظر اچوي چې، د هغه وخت هسپانوي پاچا فرديناند او ملکې ايزابيلا دا اعلان کړی وه چې، هغه مسلمانان چې په هسپانيه کې ژوند کول غواړي، بايد اسلام پريږدي او مسيحيت دين قبول کړي او چې څوک يې نه مني؛ بايد له هسپانيې و وځي.

 

هغه مهال ۲۷۵۰۰۰ مسلمانانو تونس، مراکش او الجزاير ته هجرت وکړ او اوس يې لمسيان دا غوښتنه کوي چې، دوی به کله خپل پلرني هيواد هسپانيې ستانه شي؟ ورځپاڼه زياتوي چې، هغه هسپانوي مسلمانان چې په زور له هسپانيې شړل شوي وو، لمسيانو يې د هسپانيې پاچا “جوان کارلوس” نه د يو ليک په ترڅ کې غوښتنه کړې چې، د يهودو په اړه يې کومه فيصله کړې، بايد د دوی په اړه يې هم وکړي.

د “اندلس ياد” په نو د يوې ټولنې مشر د هسپانيې پر حکومت کلکه نيوکه کړې چې، دوه مخی او دوه رنګه چلند کوي. د دغې ټولنې مشر نجيب لوبيريس ويلي چې، هسپانيه بايد د ټولو شړل شويو وګړيو په اړه د بيرته ورتګ فيصله وکړي، کنه دا فيصله به يې ظالمانه وي.

په هسپانيه کې ډېرې سترې سترې کورنۍ دي چې، نيکونه يې مسلمانان وو، اوس هم له مهاجرو هسپانويانو سره چې په مراکش، المغرب او تونس کې ژوند کوي، راشه درشه او مړی ژوندی کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x