کندهار: د طالبانو په بريد کې ۷۴ سرتيري وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ زمری، ۱۳۹۶): د کندهار ولايت په خاکرېز ولسوالۍ کې تېره شپه طالبانو د امنيتي سرتيرو په تر ټولو لويه پوځي قرارګاه بريدونه کړي.

چارواکي وايي د خاکرېز ولسوالۍ اړوند د کرزالې سيمي لويه قرارګاه په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته لوېدلې، هلته يې تر ۴۰ زيات امنيتي سرتيري وژلي، يو شمېر يې له ځان سره ژوندي بېولي او ځيني نور ټپيان دي.

د چارواکو له قوله په ياده قرارګاه کې د ۷۰ تنو په شاوخوا کې سرتيري مېشت وو.

خو طالبانو په خپل رسمي الاماره ويب پاڼه کې د وژل شوو عسکرو شمېر ۷۴ تنه ښودلی او همدا راز یې ویلي چې د جګړې په مهال يې ۶ تنه سرتيري ژوندي نيولي.

طالبانو همدا راز خبر ورکړی چې د یوې شوبلې سربېره یې ګڼې سپکې او درنې وسلې هم ترګوتو کړي دي.

د کندهار يو تن خبريال صديق الله افغان د پېښې په اړه پر خپلې فیسبوک پاڼه ليکلي : «وسله والو طالبانو د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په کرزعلي سیمه کي د ملي اردو پر یوې ټولۍ قرارګاه حمله کړې او پرمهال یې ۴۰ سرتېري وژلي. په دې قرارګاه کي شاخوا ۷۰ سرتېري و، چي پاته یې ټپیان سوي او یا وسله والو ژوندي بېولي. دغه قرارګاه له ولسوالۍ څخه دولس کېلو متره لیري ده».

ياد بريد د شاوليکوټ ولسوالۍ د زنګيتان سيمي د لويې قرار ګاه له بريد نه خونړی بريد بلل شوی، کوم چې د تيري می مياشتي په ۲۵مه ترسره شوه او طالبانو د ملي اردو ۵۹ سرتيري په کې ووژل.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د غور ولایت په تیورې ولسوالۍ کې تر ۱۰۰ زیات عسکر او اربکیان طالبانو ته له جګړې پرته تسلیم شول، چې طالبانو ته د نږدې سرچینو په باور، ښايي له تضمین اخیستلو وروسته په خوندي ډول خپلو کورونو روغ رمټ وسپارل شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زنا په اروبا او امریکا کی هم قانونی جرم دی اسلام او اسلامی نظام کی خوښه او ناخوښه دواړه شرایطو کی چه نکاح نه وی شوی قانونی جرم دی مګر د مړوښی او پیغلی په سزاوو کی توپیر وی. امریکا کی چه په ناخوشه جنسی تیری وشی تر ټولو لویه سزا ورکوی مګر وژل پکی نښته . تر مصطفی کمال دمخه ترکیه کی اسلامی نظام ( خلافت ) پلی وو زه باور لرم چه د اسلام له مخی د نکاج او زنا قوانین به خامخا نه یواځی شتوی درلود بلکی سل په سلو کی به عملی کیدل . د مصطفی… نور لوستل »